شاته

د کندز ښځینه فعالانې: موږ ته دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه نه‌ده برابره شوې 

د کندز ولایت ښځینه فعالانې وايي، سره له دې چې په دغه ولایت کې ګڼو ښځو لوړې زده کړې کړي او د هېواد د پوهنتونونو له بېلابېلو پوهنځیو فارغې شوې دي، خو تر اوسه دوی ته په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه نه‌ده برابره شوې.

په کندز کې ګڼ شمېر مېرمنې شکایت کوي چې د دې ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو حضور پيکه دی.

۲۵ کلنه مدنې فعاله حسنیه احمدي په کندز ولایت اوسي.

دا وايي، بې شمېره ستونزې يې ګاللي چې ښوونځی ولولي او لوړې زده کړي وکړي خو اوس ورته په دولتي ادارو کې څوک کار نه ورکوي.

هغه وايي: "له کله چې ما د خپل فراغت اسناد ترلاسه کړي دي، نو هرې دولتي ادارې ته چې د کار موندلو په خاطر تللي یم، زما تحصیلي اسنادو ته دولتي کارکوونکو د یو بې کاره کاغذ په توګه کتلي دي. که څوک دولتي ادارو کې کار کول غواړي نو باید په خاص ملیت او یا یو خاص قوم پسې تړلی وي او یا هم د کارې تجربې نه درلودلو په پلمه ورته د کار کولو زمېنه نه برابرېږي."

اغلې احمدي زیاتوي، په کار ده چې سیمه‌ییز چارواکي په کندز کې د ښځو لپاره د کار مناسب شرایط برابر کړي چې په دولتي ادارو کې د ښځو د مشارکت کچه لوړه شي.

۲۴ کلنه حبیبه قومي هم د کندز ولایت اوسېدونکې ده. دا د کندز پوهنتون له حقوقو پوهنځي څخه فارغه شوې.

اغلې قومي په دې نظر ده چې د ښځو چارو ریاست او د ښځو د حقونو ملاتړ موسسې باید پر داسي یوه طرحه کار وکړي چې له مخې يې په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر زیات شي.

نوموړی وویل: "زه هېله لرم، چې سیمه‌ییز چارواکي، د ښځو چارو ریاست او هغه موسسې چې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي طرحې او برنامې جوړي کړي، ترڅو وکولاي شي چې په دولتي ادارو کې د ښځو شمېر زیات شي. ترڅو ښځي وکولاي شي خپل هېواد او خپل خلکو ته خدمت وکړي."

د کندز د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر هم ورته نظر لري خو دې له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د تېرو درو کلونو په پرتله اوس‌مهال د کندز په دولتي ادارو کې د ښځو حضور تر یوه حده ښه شوی.

د کندز د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر
د کندز د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر

هغې وویل: "په دولتي ادارو کې د ښځو د حضور کموالی د انديښنې وړ ده. خو موږ د وخت تېرېدو ته اړتیا لرو. خو زه چې درې کال مخکې وضعیت پرتله کوم تاسې ته ویلې شم چې اوس‌مهال د کندز په دولتي ادارو کې د ښځو حضور زیات شوي دي. ښايي درې کاله وروسته وضعیت نور هم تغییر وکړي. خو زه له ښځو غواړم چې د خپل د تعلیم او د تجربې کچه لوړه کړي."

اغلي هولکر زیاته کړه چې له ولایتي ادارې سره یې په ګډه هڅې پیل کړي چې وروسته له دې د دولتي ادارو په تشو پوستونو کې ښځو ته لومړیتوب ورکړل شي.

دې وویل: "موږ هڅې کوو چې په دولتي ادارو کې ښځو ته د کار کولو لازیاته زمېنه برابره کړو. وروسته له دې چې کوم دولتي پوستونه اعلان ته ځي کوښښ کوو چې ښځي چمتو شې او په ازموینه کې برخه واخلي. موږ د ازموینه د بهېر د غړي په توګه هڅې کوو چې په ازموینه کې د ښځو حقونه تر پوښو لاندې نه‌شي او خپل حق ته ورسېږي."

کله چې مو د کندز د والي له دفتره پوښتنه وکړه چې په دې برخه کې يې د ښځو شکایت ته څومره غوږ نیولی، د دې ولایت د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وویل، ولایتي اداره هڅه کوي چې په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو شمېر زیات شي.

د کندز والي ویاند عصمت‌الله مرادي
د کندز والي ویاند عصمت‌الله مرادي

دی وویل: "ولایتي اداره ژمنه ده چې د ازادو سیالیو له لارې تعلیم یافته او لوستو نجو او ښځو ته په دولتي ادارو کې د کارکولو زمېنه برابره کړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ازموینه پرمهال له ښځو سره دوه ګونې چلند وکړي. موږ هڅې کوو چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزو ته د پای ټکې کېدو."

د ښځو چارو رئیسې په خبره، د خلکو د سواد د کچې ټیټوالی، په ټولنه کې د ناسمو دودونو واکمني او ناامنې د ښځو د کار کولو او فعالیت پر وړاندې لویې ننګونې دي.