شاته

امریکا: بایډن د کلیفورنیا سېنېټره کملا هیریس د مرستیال صدر په توګه غوره کړې

د امریکا په راتلونکي صدراتي ټاکنو کې د ډیموکرټیک ګوند صدراتي کاندید جوزف بایډن د کلیفورنیا ایالت نه د امریکا سېنېټره کملا هیریس د خپل ناېب صدر په توګه غوره کړی. بایډن د نهې په ورځ په خپل ټویټر پیغام کې د خپل مرستیالې په توګه د کملا هیریس د غوره کولو اعلان وکړو.

بایډن په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې زما دپاره دا د لوی اعزاز خبره ده چې ما د خپلې مرستیالې په توګه کملا هیریس غوره کړې ده.

کملا هیریس لمړۍ تور پوستي میرمن ده چې د امریکا د کوم لوی ګوند له خوا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د مرستیالې په توګه غوره شوې ده. د څیړونکو ترمخه د نومبر په میاشت کې کیدونکي د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د تور پوستي امریکایانو رایې ډیر زیات ازښت لري.

55 کلنه کملا هیریس چې په لومړي ځل دپاره سېنېټره جوړه شوې ده د ډیموکرټیک ګوند یو له مشهورو څیرو څخه ده. کملا هیرس د ولسمشرۍ دپاره د ډیموکریټ ګوند په زغل کې شامله وه خو وروسته بیا یې د خپل کمپاین د ختمولو اعلان وکړو.

هیریس د بایډن سره د 2020 کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې په داسې وخت کې یوځای کیږي چې امریکا د بې ساري ملي کړکیچ سره مخه ده. کرونا ویراس وبا په امریکا کې د یو لکه او پنځوس زره نه زیات وژلي دي،چې په نورو هیوادونو کې د مړه شوو خلکو په پرتله خورا ډیر دی. د کاروبارونو بندېدل او د وبا له کبه ګدوډي د اقتصادي سقوط لامل شوي دي. په عین وخت کې په ټول هیواد کې ناامني راپورته شوې چې امریکایان د نسلي توپیر او د پولیسو تشدد

پرضد احتجاح کوي.


بایډنچې اته کاله یې د صدر بارک اوباما د نائب صدر په توګه تېر کړی دي ، څو میاشتې یې په دې اړه فکر وکړو چې څوک به په سپینه ماڼۍ کې ورته د نائب صدر رول ولوبوي. هغه د مارچ په میاشت کې ژمنه کړی وه چې یوه ښځه به د نائب صدر په توګه ټاکي.

یوې میرمنې هیڅکله هم په امریکا کې د صدر یا نائب صدر په توګه وظیفه نه ده ترسره کړې. دوه میرمنې د امریکا د لوی ګوندونو په ټکټونو د مرستیالانو په توګه نومول شوې دي، په 1984 کال کې د ډیموکرکرټیک ګوند له خوا جیرالډین فریرو او په 2008 کال کې د ریپبلکن ګوند له خوا ساره پیلین د نائب صدر کاندیدی وې، خو د دوی ګوندونو په دغه کالنو کې عمومي ټاکنې بېللی وی.