شاته

د هند د انتظام لاندې کشمیر کې پولیس وايي د پوځ مبینه جعلي مقابلې په اړه تحقیقات کوي

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې پولیس د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د دریو کورنیو په دې خبره یې تحقیقات شروع کړي دي چې د دوی درې خپلوان د امنیتي ځواکونو سره په جعلي جګړه کې وژل شوي او مړي یې د نامعلومه وسله والو په څیر ښخ کړی شوي دي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د شوپیان ضلعې پولیس مشر امریپال سنګ ویلي پولیس د حقایقو معلوولو دپاره ضروري ګامونه اخلي. هندي پوځ ویلي د وسله والو سره مبینه مقابله د جولايي په ۱۸ نېټه په شوپیان ضلع کې شوي وه.

د ای پي ترمخه، وژل شوي کسان چې عمرونه یې ۱۸و ۲۱ او ۲۵ کلونه وو، خپلو کې تربوران وو او د مزدورۍ دپاره شوپیان ته تللي وو. د هغوی سره ورستۍ رابطه د جولايي په ۱۷۶ نېټه شوي وه.

د رپورټ ترمخه دریو واړو کورنیو ته په سوشل میډیا شریک شوي د دریو کسانو تصویران ووښودل شوو چې د هندوستان پوځ په وینا نامعلومه ترهګر وو او د ډزو په تبادله کې ووژل شوو. کشميري کورنیو خپل مړي وپیژندل او پولیس ته یې په خپل رپورټ کې وویل چې دغه یې بې درکه خپلوان وو.

د یو تن پلار محمد یوسف ای پي ته وویل چې د زوي یې د تندلاریتوب سره هیڅ تعلق نه و.

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر پولیس د جولايي په اتلسمه نېټه خپل بیان کې وویل امنیتي ځواکونو په شوپیان کې د بیلتون خوښو خلاف د عملیاتو په مهال درې نامعلومه وسله وال وژلي او د هغوی مړي یې په لېرې پرتې هادیره کې ښخ کړي دي.

د هندي پوځ ترجمان کرنل راجېش کالیه د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په شوپیان کې د وژل شویو ترهګرو شناخت نه دی شوی او مړي یې ښخ کړی شوي دي. هغه وویل د وژل شویو کسانو په اړه په سوشل میډیا پوسټونه پوځ په پام کې نیولي دي او تحقیقات یې شروع کړي دي.

د ای پي ترمخه هندي پوځ ویلي درواړه کسان د شوپیان په امیشپور کلي کې وژل شوي دي. د کلي یو اوسیدونکي لالدین کټانه خبریالانو ته وویل د جولايي په ۱۸ نېټه د یو څو ډزو نه وروسته درنه چاودنه وشوه. هغه وویل وروسته عسکرو د کلي خلکو ته وویل چې د دغه کسانو شناخت وکړي. خو هغه زیاته کړه د دوو کسانو مړي سوزېدلي وو او د یو مړي مخ سم وو خو هغوی نه پیژندلو.

ای پي وايي په کال ۲۰۱۰ کې پس له هغې په کشمیر کې احتجاجونه راوپارېدل چې په هندي پوځ د دریو ملکي کسانو د وژلو تور ولګول شو. وروسته پوځ دوه افسران معطل کړل.