شاته

د کړکېچ نړېوال تنظیم: طالبان دې د خپلو نظریاتو او غوښتنو وضاحت ورکړي

د کړکېچ (بحران) نړېوال تنظیم یا انټرنشنل کرایسس ګروپ په افغان طالبانو باندې غږ کړی دی چې د سولې د مذاکراتو د کامیابېدو په خاطر دې د افغانستان د آینده دپاره د خپلو غوښتنو او نظریاتو وضاحت ورکړي.

د کړکېچ نړېوال تنظیم په یو تازه رپوټ کې چې نن د نهې/سې شنبې په ورځ یې خپور کړی، ویلي طالبانو ته په کار ده چې د هغو مسایلو پر ځای چې ورسره اختلاف لري، د خپلو غوښتنو وضاحت وکړي.

د دې تنظیم په تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې طالبان باید په مذاکراتو کې د افغانستان په مهمو مسایلو باندې خپل دریځونه ښه روښانه کړي او کوشش دې وکړي چې خپلو کسانو ته قناعت ورکړي چې د سولې دپاره جوړجاړی ضروري دی.

د رپوټ ترمخه، طالبانو تر اوسه د حکومتدارۍ د اصولو، د واک د شراکت، د ښځو او اقلیتونو د حقونو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو د آیندې، او یو لړ نورو مسایلو په اړه، مبهمه (ناروښانه) دریځونه څرګند کړي دي.

د کړکېچ نړېوال تنظیم وایي چې طالبانو ډېر ابتدایي دریځونه ښودلي دي، مګر د افغانستان د آینده دپاره تر اوسه په کوم نظریاتي اجماع باندې ندي بریالي شوي.

د کړکېچ نړېوال تنظیم همدا راز امریکا او نورو مرستندویه هېوادونو ته هم سپارښتنه کړې ده چې دوی باید په آینده کې د مرستو د وعدو په ورکولو سره، طالبان دې لارې ته تشویق کړي. افغان حکومت او مدني فعالانو ته هم وړاندیز شوی چې له طالبانو سره تماسونه زیات کړي او پر نظریاتو یې بحث وشي، او که په طالبانو کې کوم تغییر ګوري، نو حکومت دې هم متقابله ګام واخلي چې دواړه اړخونه سره نږدې شي.

د کړکېچ نړېوال تنظیم دا هم ویلي چې د افغانستان حکومت د خپلو نظریاتو په اړه، په نسبي توګه شفافیت څرګند کړی او تمه ده چې تر وس او توانه، د اوسني نظام د پاته کېدو کوشش به کوي، خو د طالبانو دریځ په ډېرو مسایلو کې روښانه ندی او دا چې دوی به جوړجاړي ته غاړه کیږدي او کنه، ډېر تفسیر ته ضرورت لري.

طالبان ولې د خپلو نظریاتو وضاحت ندی ورکړی؟

د کړکېچ د نړېوال تنظیم په وینا، طالبانو تر اوسه یوازې په دوو مهمو ټکو ټینګار کړی دی: یو له افغانستانه د خارجي قواوو وتل، او بل د یو "مشروع اسلامي نظام" جوړېدل، چې هغه هم د دوی په تفسیر پورې اړه لري.

د طالبانو یو پخواني چارواکي سید اکبر آغا چې اوس مهال په کابل کې د خلاصون د لارې شورا مشر دی، وي او اې ډيوه ته وویل چې طالبان هرڅه ګام په ګام کوي، او نه غواړي چې په یو وخت کې پر مختلفو مسایلو ترکیز وکړي.

سید اکبر آغا زیاته کړه، "طالبان به خامخا د مسایلو په جزییاتو کې اختلاف ولري، خو په کلیاتو کې زه فکر کوم چې د افغانستان په موضوع کې له طالبانو سره داسې څه فکر نشته چې خلک دې ترې نه وهم و ډار وکړي."

د کړکېچ د نړېوال تنظیم په وینا، افغان حکومت او مدني ټولنه فکرمندي لري چې له طالبانو سره په خبرو کې هسې نه چې د هېواد هغه لاس ته راوړنې چې له ۲۰۰۱ کال راهیسي یې د قوانینو، ټولنې، او اقتصاد په برخه کې حاصلې کړي، له خطر سره مخ شي.

پخواني افغان سفارتکار او سیاسي څېړونکي صفت الله صافي هم وي او اې ډېوه ته وویل چې د طالبانو په دریځونو کې وضاحت ته ضرورت شته. ښاغلي صافي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، "ډیری مسایل چې افغانانو ته مهم دي، د هغو په اړه د طالبانو نظریات لا تر اوسه ندي معلوم. طالبان باید په دې برخه کې هغه لازم وضاحتونه چې د افغانستان خلک یې ترې غواړي، هغه ورکړي. او زما امید دا دی چې طالبانو به تغییر کړی وي."

د طالبانو ډله ځان ته اوس هم د "افغانستان اسلامي امارت" نوم کاروي، مګر هېڅ هېواد یا نړېوال تنظیم یې په دې نوم په رسمیت نه پېژني. د افغانستان اوسنی حکومت چې مشري یې د صدر اشرف غني په غاړه ده، د هېواد اساسي قانون (آئین) لوی ملي سند ګڼي چې د هغې په رڼا کې باید آینده وټاکل شي. خو دا یې هم ویلي چې که طالبان غواړي په دې آئین کې ترمیم راولي، نو دولت په دې اړه هم خبرو ته آماده دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.