شاته

د ۴۰۰ طالب بندیانو په ډله کې ۵۶ یې په اعدام محکوم شوي – صدیقي 

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو په ډله کې چې ټاکل شوې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وروستي فرمان په اساس خوشې شي ۱۵۶ تنه یې د مخدره توکیو په قاچاق او ۵۶ تنه یې په اعدام محکوم دي.

جمهور رئیس غني ټینګار کاوه چې ددغو بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري او بلاخره یې لویه مشورتي جرګه راوبلله. د جرګې د سپارښتنو له مخې، جمهور رئیس د دوشنبې په ورځ اګست ۱۰مه (زمري ۲۰مه) د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

صدیقي امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو د فرمان په لاسلیک کېدو سره ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د زندانیانو د خوشې کولو بهیر پیل شي.

امریکایي چارواکو تمه ښودلې چې د بندیانو له خلاصېدو سملاسي وروسته ته دې بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ویلي ټاکل شوې چې ډیر ژر د حکومت مذاکراتي ډله د قطر مرکز دوحه ته لاړ شي؛ خو ددې هیت د تګ وخت یې په ډاګه نه کړ. هغه همداشان وویل چې د دولت د مذاکراتي ټیم ترکیب ندی بدل شوی، خو زیاته یې کړه چې حکومت د بدلونونو په برخه کې انعطاف ښیي.

صدیقي وویل چې اوس د سولې د مستقیمو مذاکراتو د نه پیل کولو لپاره طالبانو ته هیڅ ډول پلمه پاتې نده.