شاته

چین په ۱۱ امریکايي سیاستدانانو او ځینو تنظیمونو پابندۍ اعلان کړې

چین د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د سېڼت دوو غړو سېنټر مارکو رووبیو او ټېډ کروز په شمول په ۱۱ امریکايي سیاستدانانو او د جمهوریت وکلات کوونکو ځینو امریکايي تنظېمونو په ضد غیر واضحه بندیزونه اعلان کړل.

د اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې ترمخه د چین د خارجه وزارت ترجمان جاو زیان وویل د هانګ کانګ په مسله د امریکايايي سیاستوالو کارکردګي خرابه وه. چین تېره ماشت په هانګ کانګ کې د قامي امنیت قانون پرځای کړی او د دې ګام د خالفینو خلاف یې ګاومونه پورته کړي‌ دي.

د امریکايي سیاستدانانو خلاف د چین د اقدام نه وړاندې په سنکیانګ صوبه کې د ویغور مسلمانانو سره د چین د سلوک او په هانګ کانګ کې د چین د ګامونو په سر امریکې په یو شمېر چینايي مامورینو او تجارتي کمپنو بندیزونه لګولي دي.

د چین د بندیزونو په کې فهرست کې هم دومره امریکايان شامل دي څومره چینايي مامورین چې تېره هفته امریکې د خپلو بندیزونو په فهرست کې شامل کړي وو.

ای پي په خپل رپورټ کې وویل د امریکايي فشار باوجود چینايي مامورینو د مطبوعاتي کمپنۍ مالک جمي لای ونیولو او د هغه نشریاتي ادارې په مرکزي دفتر یې چاپي ووهلې.

امریکې تېره هفته د هانګ کانګ بیجنګ پلوه مشر او د نورو چارواکو په ضد په مبینه توګه د ازادۍ د چقوولو په الزام بندیزونه ولګول.

د امریکې د خزانې وزارت دغه پابندې د هانګ کانګ اجرايي ریسې مېرمن کېري لېم او د ځینو نورو چاراکو خلاف د جمعې په ورځ اعلان کړې.

امریکايي چارواکي وايي د چین حکومت په هانګ کانګ کې د حزب اختلاف مظاهره چیان زوروي او بندیزونه یې په بیجنګ د فشار اچوولو په خاطر پرځای کړي دي. چین امریکايي ګامونه په خپلو کورنیو چارو کې لاس وهنه او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي بولي.