شاته

د بندیانو ازادېدو تر بشپړېدو وروسته، ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیلیږي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو په اړه د سولې مشورتي لویې جرګې له قطعه نامې او ولسمشر محمد اشرف غني له تصمیم څخه هر کلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد پرون یکشنبه د اګست ۹مه (زمري۱۹مه) د افغان سولې بهیر کې د پرمخګتونو په اړه خوښي ښودلې او ویلي دي چې اوس د سولې لپاره تاریخي فرصت ممکن شوی چې په وینا یې هم د افغانانو په ګټه دی او هم د سیمې او نړۍ له امنیت سر مرسته کوي.

زلمي خلیلزاد په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي: "هیله لرم په راتلوونکو څو ورځو کې د بندیانو ازادول تکمیل شي، تر هغه وروسته به د جمهوري اسلامي ټېم دوحې ته سفر وکړي او هلته بین الافغاني مذاکرات بېله ځنډه پیلېږي... طرفونه به داسې یو بهیر مخته یوسي ترڅو په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره د یوې سیاسي لارې نقشې او تلپات اوربند ټینګېدو په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي."

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې په اساس چې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه، له مخې افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړی وای او طالبانو هم باید ۱۰۰۰ تنه بندي افغان امنیتي او دفاعي سرتیري باید ازاد کړي وای.

خو د بندیانو ازادولو بهیر لکه څنګه چې د دوحې په هوکړه کې یادونه شوې وه، پلې نه شوو او څو میاشتې وځنډېدی.

افغان حکومت که څه هم د طالبانو لخوا د ورسپارل شوي لېست له مخې ۴۶۰۰ طالب بندیان ازاد کړل، خو د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له ازادولو سره یې مخالفت وښودی.

ولسمشر غني وویل چې یاد ۴۰۰ طالب بندیان په حق العبدي مسائلو تورن دي او دی یې د افغانستان اساسي او جزا قانون په اساس د ازادولو صلایت نه لري او تیر لوی اختر یې اعلان وکړ چې په اړه به یې مشورتي لویه جرګه راوغواړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د یادو طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په هدف د تیرې جمعې په ورځ رابلل شوې وه، پرون یکشنبه یې د یوې قطعه نامې په وړاندې کولو سره د یادو ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادولو سره موافقه وکړه.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې د قطعه نامې تر اورېدو وروسته وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان به لاسلیک کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د جرګې په دوهمه ورځ مطبوعاتو ته وویل چې د بندیانو تر ازادېدو درې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيل شي.