شاته

بلوچستان کې پشکال بارانونو او سېلاوونو مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د زیاتو بارانونو او سېلاوونو له کبله نهه تنه مړه شوي او ډیر نور ټپیان شوي دي. د بلوچستان د بېړني حالت د خوندي ساتنې ادارې (پي ډي اېم اې) ویاند فیصل رحیم، د بارانونو له کبله د اووښتو تاوانانو تفصیل ډېوه ته ورکړ او ویې ویل، "تر اوسه د وروستیو شمېرو له مخې، نهه کسان وفات شوي او یوولس زخميان دي."

د یادونې وړ ده چې په مړو شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي او دا کسان په جعفرآباد، ډېره بوګټي، او خوژدار ضلعو کې مړه شوي دي.

فیصل رحیم زیاته کړه چې دغو بارانونو، د کلات، خوژدار او ډېره بوګټي په شمول، د بلوچستان صوبې دوولس (۱۲) ضلعې اغېزمنې کړي دي. د چارواکو په وینا، د سختو بارانونو له امله د بلوچستان په مختلفو ضلعو کې کم از کم ۱۴۶ کورونه ویجاړ شوي هم دي.

پي ډي اېم اې د دغو بارانونو او سېلاوونو له کبله په بلوچستان کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د پشکال (وسې) دغه بارانونه هر کال د ایران له اړخه سېند او بلوچستان ته د راغلو وریځو له امله کیږي. د فیصل رحیم په وینا، د بارانونو له کبله لویې او وړې لارې هم بندې شوې دي.

پي ډي اېم اې، پوځ، ضلعي انتظامیه د اورګاډو او هیليکاپټرو په ذریعه خلکو ته مرستې کوي. د پي ډي اېم اې ویاند فیصل رحیم دا هم وویل چې د سختو بارانونو پیشګویي شوې وه او خلک له وړاندې لا ورته تیار و. هغه زیاته کړه چې د سېند او بلوچستان ترمنځ لاره به تر نن ماښامه بېرته پرانیستل شي. فیصل رحیم دا هم وویل چې د بارانونو له امله ډېمونه د اوبو ډک شوي او دا ښه خبر ګڼل کیدی شي.

د ایسوسیټډ پرس د معلوماتو له مخه، د پاکستان په سېند او بلوچستان ایالتونو کې د تېرو درېیو ورځو د پشکال روانو بارانونو لږ تر لږه اته پنځوس (۵۸) تنه مړه کړي او په زرګونو کورنۍ یې اغېزمنې کړي دي.

د پاکستان د موسمیاتو د محکمې په وینا په هندوستان، ایران او پاکستان کې د پشکال بارانونونه هرکال د جولائي او سټمبر ترمیان اوري.

ډېری وخت دغه بارانونه د سېلاوونو سبب ګرځي او په لوړه کچه د خلکو ځان او مال ته زیان رسوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.