شاته

د هند غوره لیګ د خپلي اصلي تمویلونکي چینایي کمپنۍ سره قرارداد وځنډاوه

د هند غوره لیګ (آی پي ایل) د چین د موبایل جوړونکي شرکت Vivo)) سره چې ددې سیالیو اصلي او مهم تمویلونکی و، تیره اوونۍ وروسته تر هغه قرارداد وځنډاوه چې د چین او هند د پوځیانو تر منځ په سرحد کې خونړۍ نښتې وشوې.

آی پي ایل د دې چینایۍ کمپنۍ سره په ۲۰۱۷ کال کې د پنځو کالونو لپاره قرارداد لاسلیک کړی و چې مجموعي ارزښت یې تقریباً ۳۳۰ ملیون ډالر و.

د هند د کرکټ د کنټرول ادارې مشر، ساراو ګنګولي ویلي چې د قرارداد ځنډول به د بورډ په مالي چارو اغیز ونکړي او هغه یې موقتي وړه ستونزه یاده کړه.

ګنګولي وویل ، " د هند د کرکټ د کنټرول اداره قوي بنسټ دی. لوبغاړو، لوبې او اداره کوونکو په تیر وخت کې دا اداره دومره قوي کړې چې د دا شان وړو موضوعاتو چاره کولی شي".

د هند د کرکټ دې پخواني لوبغاړي او اوسني چارواکي ویلي چې په نورو لارو چارو کار کوي.

د (Vivo) شرکت ویلي چې قرارداد د طرفینو په موافقې ځنډیدلی.

د هند غوره لیګ سیالۍ چې د تجارتي سیالیو په قطار کې تر ټولو مشهورې دي او لوبغاړو ته هم پریمانه پیسې پکې ورکول کیږي، ټاکل شوې چې بله میاشت په عربي متحده اماراتو کې پیل شي.

پدې سیالیو کې د نړۍ د افغان لوبغاړو په شمول د کرکټ دنړۍ مشهور لوبغاړي لوبه کوي.

د جون د میاشتې په ۱۵مې نیټې چې د چین او هند په سرحد کې د دواړو هیوادونو د پوځیانو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې او شل هندي عسکر پکې ووژل شول، دننه په هند کې د چینایي کمپنیو سره د راکړې ورکړې نه کولو او چینیايي محصولاتو نه کارولو لپاره هم کمپاین پیل شو.

د هند حکومت وار د مخه په تیلیفونونو کې د ویډیو د شریکولو د مشهور اپلیکیشن، ټیک ټاک په شمول ګڼ شمیر اپلیکیشنونه بند کړل او د چین سره د سوداګرۍ د محدود کولو هوډ یې هم کړی.