شاته

اېسپر: ترنومبره به افغانستان کې د امریکايي پوځ شمیره تر پینځه زرو کمه شي

د امریکا د دفاع سکېتر مارک اېسپر ویلي د نومبر میاشتې اخیره پورې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره د ۵۰۰۰ ته راکمه شي.‌

په افغانستان کې د امریکايي‌ عسکرو د شمیرو د کمېدو دا تازه خبره د امریکا د دفاع سېکتر مارک اېسپر د خالي/ شنبې په ورځ د فاکس نیوز ټي وي سره په یوه مرکه کې کړې.‌

تیره اونۍ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي وو په افغانستان کې به د امریکايي عسکرو شمیره د ۸۶۰۰ نه راکمه کړي.

صدر د امریکا اکسیوس نیوز سره د ګل په ورځ‌ په یوه مرکه کې ویلي وو امریکا صدارتي انتخاباتو پورې چې په نومبر میاشت کې کېدونکي دي،. به افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له څلورو تر پینځو زرو پورې را کم کړي. صدر ټرمپ وویلي وو "په ډېر لږ وخت کې به [د پوځیانو شمېر] 8,000 ته را کم کړو، بیا به یې 4,000 ته را کم کړو، اوس مهال په دې اړه زموږ خبرې روانې دي".

ولسمشر ټرمپ وویل چې پوځ یې له تېرو نولس کلونو په افغانستان کې دی او نور غواړي چې له دې هېواده ووځي.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر په پیل کې شاوخوا یو لک وو خو د امریکې او طالبانو تر منځ د تړون په نتیجه کې دا شمېره لومړی 12000 او بیا په جون میاشت کې دا شمېره 8,600 پوځیانو ته را کمه کړی شوه‌.

د عسکرو شمیره کمیدل او امریکايي جنرال خبرداری:

تیره میاشت (جولايي ۱۰مه) د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخواني / رېټاېرډ جنرال جېم سټېورېډېسد امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ویلي، امریکا باید په افغانستان کې د سرتېرو اوسنۍ شمېره وساتي تر څو په دغه هېواد کې د شویو پرمختګونو ساتنه وکړي.‌

سټیورېډېس وویل، "زمونږ امریکايي سرتیري او ایتلافي سرتیري باید د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره وکارول شي او راځئ چې مونږ د ثبات یو دوره ولرو مخکې له دې چې نور سرتیري کم کړو."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید ټول امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي خو په دې شرط چې طالبان په تړون کې شوي شرایط پوره کړي.‌

جنرال سټیورېډېس چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د اروپا لپاره د ناټو د متحدو ځواکونو د مشرپه توګه پاتې شوی ویلي وو، چې د سرتېرو نور کمول باید په بشپړه توګه د ځمکنیو حالاتو پورې تړلي وي.‌

نوموړي‌ ویلي وو ،‌ القاعده او داعش تر اوسه هم په مرکزي او جنوبي اسیا کې فعاله دي او طالبانو خپل تاوتریخوالي ته دوام ورکړی.‌

نوموړي خبرداری ورکړ، چې "داسې هېڅ دلیل د باور لپاره نشته چې که مونږ ووځو نو طالبان بېرته القاعده ته غاړه نه ورکوي او مونږ به بیا بېرته له هاغه ځایه پیلوو له کوم ځای چې کېسه پيل شوې ده."

طالبانو او افغان حکومت تر اوسه د امریکا د دفاع سېکتر لخوا د امریکايي پوځیانو د کمولو په اړه څه نه دي ویلي.

د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کول مشوره:

د امریکا د دفاع سېکتر په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د کمولو خبره په داسې وخت کړې چې تیره ورځ د افغانستان سرښار کابل کې د ملي مصالحې عالي شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د کمېټو مشرانو له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره ځینې سپارښتنې وکړې او په ملي او نړیوال ضمانت د 400 طالب بندیانو د خوشي کولو مشوره یې ورکړي ده.

په اعلامیه کې راغلي د 50 کمېټو مشرانو په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره د سولې د مذاکراتو د نه ځنډولو په خاطر حکومت ته مشورې ورکړې دي.