شاته

افغانستان کې د کروناویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۷۱۰۶ ته پورته شو

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۹ تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه اګست۹مه(زمري۱۹مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۸۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۷ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۱۰۶ ته پورته شوو.

له یادو پېښو څخه ۱۴ په هرات، ۶ په کندهار، ۶ تخار، ۳ ننګرهار، ۱ لوګر،۳ کندز، ۱ بدخشان، ۱ میدان وردګ او ۲ په هلمند ولایت کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره شپه ورځ کې په درې ولایتونو، بلخ، ننګرهار او غزني کې د کرونا ویروس له امله ۹ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۲۱ تنو ته پورته شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۸۷ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۶۰۴۷ تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې رامنځته شوو.

د امریکا د جان هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې۱۹ میلیون کسان په کرنا ویروس اخته شوي او څه باندې۷۲۷زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.