شاته

په شمالي وزیرستان کې دوه تنه په ډزو وژل شوي

د شمالي وزيرستان د ميران شاه پوليس وايي، د ديګان علاقې نه ورته دوه داسې مړي ترلاسه شوي چې په ډزو وژل شوي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ځايي پوليس وويل، دغه پېښه پرون شوې ځايي خلکو پوليس خبر کړي چې په علاقه کې ډزې شوي او بيا پوليس د دغه ځای نه په ډزو ويشتل شوي دوه مړي ترلاسه کړي دي.

وروسته دغه مړي د ميرانشاه روغتون ته وړل شوي چې پېژندګلو يې د محمد شريف او صديق الله په نومونو شوې ده.

ويل شوي محمد شريف د دته خېل شمالي وزيرستان او صديق الله د بنو جانې خېلو استوګن مالوم شوی دی.

پوليس وايي د دغو کسانو کورنيو د پېښې په اړه رپوټ نه دی کړی او نه يې د چا پرضد دعوه کړې ده.

خو پوليس وايي په خپله يې د پېښې رپوټ درج کړی او پلټنې يې پېل کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې د وژنو دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په علاقه کې وخت په وخت د هدفي وژنو پېښې مخې ته راځي، پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي مشران غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې د بدامنۍ مخه ونيول شي.

درې ورځې وړاندې په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو جرګې غوښتي چې "ریاست (پاکستان) دې په سيمه کې امن يقيني کړي او که ناکامه وي نو د امن په ځای کولو دپاره ټول وسايل دې خلکو ته ورکړي اتمانزي به په خپله په دغو وسايلو امن په ځای کړي".

د اتمانزو جرګې په خپلو پينځه غوښتنو کې په سر کې د امنيت په ځای کولو غوښتنه کړې وه.