شاته

اسفندیار ولي خان:افغان سوله کې چین،امریکا اؤ روس باید ضمانتیان وي

په پاکستان کې دافغانستان سفیر ښاغلي شکرالله عاطف مشعل نن په چارسده ولي باغ کې دعوامي نیشنل ګوند دمشر اسفندیار ولي خان سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې ،دپاکستان اؤ افغانستان د اړېکو اؤ نورو مهمو چارو په اړوند خبرې اترې کړي دي.

دلیدنې په مهال اسفندیار ولي خان ویلي افغانستان کې ددائمي امن دپاره باید ټولې دخېلې خواوې په اخلاص سره خپل کردار ترسره کړي

عوامي نیشنل ګوند په ټوئتر لیکلي دا دافغان سفیر دمخې یوه لیدنه وه چې پکې دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مرستیال مشر حیدر هواي،عمومي سکتر میا افتخار حسین اؤ صوبایي مشر ایمل ولي خان هم برخه درلوده.

ای این پي ددې لیدنې یوه لنډه ویډیو هم په ټوئټر خپره کړې ده خو ددې لیدنې نور جذئیات یې مخې ته نه دي راوړي.

دعوامي نیشنل ګوند صوبایي ویاندې ثمر هارون بلور وي او ای ته ددې لیدنې دجذیاتو بیانو په مهال ویلي لیدنه کې سفیر عاطف مشعل اؤ دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دښو اړېکو دوام د دواړو هیوادونو په ګټه بللی اؤ ویلي یې دي چې په سیمه کې دامن اؤ ثبات دپاره دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ غوره اړېکې اړینې دي.

اسفندیار ولي خان زیاته کړې چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دتړون نه وروسته اوس امریکا ته پکار ده چې د بین الافغاني مذاکراتو مخې ته پراته ټول خنډان هم له منځه یوسي.

هغه وویل عوامي نیشنل ګوند وخت دسره دریځ لري چې دافغانستان د سرنوشت واک باید دافغانانو په لاس کې ورکړل شي ځکه چې دا یو خپلواک اؤ مستقل هیواد دی چې دپرېکړې کولو حق یې یوازې خپله افغانان لري.

هغه وویل افغانستان کې ددائمي امن د ټینګښت دپاره اړینه ده چې دلویې جرګې پرېکړې عملي شي اؤ دغه جرګه په بریالیتوب تمامه شي.

دګوند د ویاندې له مخې اسفندیار ولي زیاته کړه د افغان قضیې هواري دپاره اړینه ده چې امریکا،چین اؤ روس باید دسولې تړون کې ضمانتیان اؤ پاکستان دې پکې اسانۍ ورکوونکی هیواد وي.

هغه وویل پاکستان چې څنګه اوس د سولې پروسه کې داسانیو پیدا کولو کار کوي خپلې دا هڅې باید نورې هم چټک کړي ترڅو افغانستان کې دامن ټینګیدو دلارې ټوله سیمه کې ثبات اؤ امن ټینګ شي.

هغه ویلي افغانستان کې جګړې اؤ بې ثباتي دهیچا په ګټه نه ده ځکه چې ترڅو افغانستان کې امن نه وي په پاکستان اؤ دې منطقه کې امن نه شي ټینګیدای .

هغه ویلي د افغان جګړې دپیل راهسې عوامي نیشنل ګوند دریځ لرلو چې دافغانستان شخړه په ټوپک یا دطاقت دلارې نه حل کیږي بلکې باید سیاسي هواری یې ولټول شي اؤ نن دپاکستان اؤ امریکا په شمول ټول هیوادونه په دې پوهه شوي چې دا کشاله دطاقت دلارې نه شي هوارولی .

ډیوه ددې لیدنې دجذئیاتو دپاره افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل سره هم دټیلي فون دلارې د اړېکې نیولو هڅه وکړه اؤ هغه نه یې په واټس اپ هم دلیدنې جذئیات وغوښتل خو هغه دلیکلي پیغام د لوستلو باوجود هم نه خو فون ته ځواب وویلو اؤ نه لیکلي پیغام ته .

ثمر هارون بلور زیاتوي زیاتوي په دې لیدنه کې افغان سفیر دعوامي نیشنل ګوند مننه کړې چې ورسره یې پاکستان کې دهغه دماموریت په مهال غوره همکاري کړې ده اؤ هیله یې څرګنده کړې ده چې عوامي نیشنل ګوند به افغانستان کې دسولې په اړوند خپل رغنده دریځ اؤ ګامونه دوامداره وساتي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي