شاته

د سولې مشورتي لویې جرګې ۱۷غړي په کرونا ویروس اخته دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې ۱۷ تنه ګډون کوونکي په کرونا ویروس اخته دي.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال نور الله ترکي د شنبې په ورځ اګست ۸مه (زمري۱۸مه) ویلي چې د یادې جرګې د ۳۶۲۰ تنو ګډونوالو، د جرګې د تر سره کېدو کمېسیون کار کوونکو او خبریالانو د کرونا ویروس معاینات تر سره شوي چې په وینا یې له ډلې ۱۷ تنو یې د کرونا ویروس علایم لرل.

ښاغلي ترکي ویلي چې په کرونا ویروس اخته کسان په کابل کې د کرونا ناروغانو ځانګړي روغتون ته انتقال شوي دي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د روغتیا وزارت سرپرست د مشورتي لویې جرګې له غړو څخه وغوښتل چې ټولنیزه فاصله مراعت کړي او روغتیايي لارښوونې عمل کړي.

د سولې په اړه مشورتي لویې جرګې کې له ټول افغانستان څخه ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی چې ۷۲۰ تنې يې ښځې دي.

تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په هیواد کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې راتلو په اړه خبرداری ورکړی و.

پر همدې مهال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته په لېږلو معلوماتو کې ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۵ تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت معلوماتو په اساس تر دامهاله په دغه هیواد کې ۳۷۰۶۹ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۳۱۲ نور ورڅخه مړه شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین ووهان ایالت په هوبي ښار کې رامنځته شو او وروسته نورې نړې ته هم په سرعت سره خپور شو.

د امریکا د جان هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دامهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۹میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۲۱زره نور ورڅخه مړه شوي دي.