شاته

په پاکستان کې په کاروباري باور کې کمی راغلی، رپوټ

په پاکستان کې د بهرنيو پانګه والو ادارو په رپوټ کې ويل شوي چې په تېر دوه مالي کلونو کې په پاکستان کې کاروباری باور يا اعتماد کم شوی دی.

د بهرنيو پانګه والو ادارو يا د اوورسيز سرمايه کارو د چېمبر اف کامرس او انډسټرۍ پاکستان په خپل يو رپورټ کې ويلي په پاکستان کی د کرونا وبا، ګرانۍ، د سود په شرح کې د زياتي، د روپۍ په قدر کې د کمي، د لاک ډاون او د غېريقيني صورتحال له امله په تېر مالي کالي کې په ټول کاروباري باور کې نور هم کمی راغلی دی.

د يادې ادارې مرستيال سېکتر معين مهاجر وي او ای ډيوه ته ويلي د باور د کمي له امله بهرملکي کمپنۍ وايي د مسلو سره مخ دي او د پانګو په لړ کې خطره محسوسوي.

" د کرونا وبا له امله کاروبارونه بند شوي او ورسره د حکومت له خوا د تېرو دوه کالو راهسې د اقتصادي اصلاحاتو له سببه د روپۍ قدر هم کم شوی چې له کبله يې په ګرانۍ کې هم زياتوالی ليدل کېږي. په قرضونو د سود شرح هم زياته شوې او د کرونا وبا په وجه نور زيان هم رسېدلی دی."

د دغه ادارې له خوا د مې او جون په مياشتو کې په شوې سروی کې ويل شوي له وړاندې نه په پاکستان کې کاروباري باور منفي50 فيصده ؤ او د اګست په مياشت کې شوی سروی رپورټ دغه باور منفي45 فيصده ښايي، خو اوس پکې نور پينځه فيصده کمی راغلی دی د کوم وروستو چې په عمومي توګه په ټولو شعبو خو په خصوصي توګه پېداواري او خدمات ورکوونکو شعبو کې ډېره مايوسي ده.

رپورټ وايي له وړاندې نه د پاکستان مرکزي بېنک د سود شرح 13 اعشاريه 25 فيصده ته زياته کړې وه چې له کبله يې کاروبارونه اغېزمن شوي وو.

د اقتصاد ماهر ارسلان اقبال وايي په ملکي کچه که د سود شرح نوره همه کمه کړی شي او د کاروباري هلو ځلو لپاره په پاليسيانو کې بدلون راوستل شي نو ممکنه ده چې اقتصاد وده ومومي.

د کرونا وبا وروستو د مرکزي بېنک له خوا د سود شرح اووه فيصده ته راکمه کړی شوې وه او د مزدور طبقې لپاره د حکومت له خوا 200 اربه روپۍ، د کارخانو او برامداتو لپاره 100اربه روپۍ اعلان کړی شوې دي.

د دې ترڅنګ د مرکزي حکومت له خوا کارخانه دارو ته په قرضونو کې د يو کال لپاره نرمي راوستل شوې ده او دې سره سره د ودانيو په کار کې پرمختيا او زرعي شعبې ته د ودې ورکولو لپاره هم 100 اربه روپۍ اعلان شوې دي.

اقتصادي پوهان وايي په پاکستان کې پکار ده چې د اقتصاد د ښه کېدو دپاره په اړوند ټولو شعبو کې اصلاحات کول پکار دي خو دا اصلاحات دې په داسې ډول وشي چې خواريکښ پکې ونه ځپل شي د ټېکس جوګه خلکو نه دې نېغ په نېغه ټېکس واخستل شي، کاروباريانو او سوداګرو ته دې د اسانتياؤ زمينې برابرې کړی شي.