شاته

پمپیو: د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د بین الافغاني خبرو پیلېدو سبب شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو هر کلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تاریخي فرصت بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د اګست۷مه(زمري۱۷مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادول به د بین الافغاني خبرو پیلېدو سبب شي.

"طالبانو دغه راز ژمنه کړې ده چې د خبرو په مهال، چې اړخونه به پکښې د اوږدې او بې رحمه جګړې د ختمولو پر سیاسې لاروچارو پریکړه وکړي او پر یوه تلپاتي اوهراړخیز اوربند به هوکړه وکړي، په تاوتریخولي او مرګ-ژوبلې کې به د پام وړ کموالی راولي. متحده ایالتونه اراده لري چې طالبان پر دغو ژمنو ټینګ وساتي."

اعلامیې ویلي چې د جرګې غړي به د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو پرېکړه وکړي چې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې دا وروستی خنډ هم لیري شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي د شورا مشر ډاکټر عبدالله او د لویې جرګې ګډونوال هڅولي چې د سولې په خاطر دې له دې تاریخي موقع ګټه واخلي ترڅو جګړه ودریږي.‌

له دې سره یو وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د مشورتي لویې جرګې له تر سره کېدو د هر کلي ترڅنګ پر خپل ټوېټر لیکلي چې د دغه جرګې غړي به د سولې په اړه ملاتړ لا یو ځای کړي.

پمپيو ویلي چې تر څلوېښت کلنې جګړې، وینې ټویېولو او خرابیو وروسته، طرفین چمتو شوي چې خبرو اترو ته د رسیدو لپاره سیاسي پروسې ته لاره هواره کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې مشورتي لویې جرګې څخه د هر کلي ترڅنګ ویلي چې ټول اړخونه باید د سولې تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړي.

هغه ویلي:"لکه څنګه چې دوی دا کار کوي، د امریکا متحده ایالات به د دوی ترڅنګ ودریږي."

زلمي خلیلزاد د جرګې له ګډونوالو غوښتي چې هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د سولې پروسې د پېچلتیا په لټه کې دي:"افغانانو دې شیبې ته ډیر اوږد انتظار ایستلی و. موږ د جرګې برخه والو ته په خپلو خبرو کې د بریا هیله کوو او له هغوی غوښتنه کوو چې هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې وضعیت ته ترجیح ورکوي او سولې پروسې ته د پیچلتیا په لټه کې دي."

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او اروپايي ټولنې هم د سولې مشورتې لویې جرګې څخه د هر کلی کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له جرګې څخه د ملاتړ په اړه له امریکا متحده ایالاتو څخه مننه وکړه.

د سولې مشورتي لویه جرګه نن جمعه د ولسمشر غني لخوا پرانیستل شوه او د ډاکټر عبدالله عبدالله په ریاست یې په کار پيل وکړ چې درې ورځې به دوام وکړي.

وسله والو طالبانو بیا د جرګې له راغوښتلو سره مخالفت څرګند کړی دی.