وسله والو په نایجریا کې د یو کلي ۲۱ اوسیدونکي وژلي
د نایجریا په شمالي ایالت، کدونا کې د سیمه ایزو بزګرانو او شپنو تر منځ د تاوتریخوالي په تازه پیښه کې د یو کلي ۲۱ اوسیدونکي وژل شوی دي.
په سیمه کې مشرانو ویلي چې نښته د فولاني قبیلې د شپنو او د سیمې د بزګرانو تر منځ شوې ده. دغو مشرانو همدرانګه ویلي چې په نښته کې ۳۳ کسان وژل شویدي.
د کدونا د ایالت د پولیسو ویاند، محمد جلینګا آژانس فرانس پرس ته ویلي چې وسله وال په موټر سایکل سپاره و او د دې ایالت د زانګون کتاف په ولسوالۍ کې یې پداسې حال کې په کلیوالو ډزې کړي او وژلي یې دي چې هغوي د خپلو کورونو نه بهر ته تښتیتدل.
پولیس وایي ګمان کوي چې وسله وال د فولاني قبیلي خلک دي او په پیښه کې وژل شوي اکثریت عیسیویان دي.
دغه دواړه قبیلې د پخوا راهیسې د اوبو او څړ ځایونو پر سر جنجال لري.
عیني شاهدانو ویلي چې د برید پر وخت سخت باران وریده او یو شمیر کلیوال ویده و چې ډزې پرې وشوې او ووژل شول.
د دغو دواړو ډلو تر منځ پدې تیرو څو اوونیو کې څو ځله د تاوتریخوالي پیښې شوي او اوپولیسو د نورو ورته پیښو د مخنیوي لپاره د شپې لخوا د خلکو په ګرځیدو بندیز لګولی و خو وسله والو د بندیز پروا نده کړې.
پولیسو او پوځ سیمې ته سرتیري لیږلي چې د نورو پیښو مخه ونیسي.