شاته

ټرمپ د ټېک ټاک او وي چټ کمپنیو سره په راکړې ورکړې بندیز لګولی

د امریکا د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، اګست ۶ ( زمري ۱۶) په اجرائیوي فرمان کې امریکایي کمپنیو ته امر کړی چې د چین د دوه کمپنیو، بایټ ډانس او ټینسنټ کمپنیو سره دې راکړه ورکړه نکوي.

په اجرائیوي فرمان کې ویل شوي چې دا کار د امنیتي اندیښنو په خاطر شوی.

د بایټ ډانس کمپنۍ د ویډیو د شریکولو د مشهور اپلیکیشن، ټیک ټاک او د ټینسینټ کمپنۍ د پیغام لیږلو د اپلیکیشن وي چټ مالکه ده.

مبصرین وایي تر اوسه واضح نده چې آیا جمهور رئیس ټرمپ د دې اپلیکیشنونو د بندولو قانوني صلاحیت لري او که نه خو په اجرائیوي فرمان کې ویل شوي چې دا بندیز به له ۴۵ ورځو وروسته عملي شي.

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت او د کانګریس غړي د دغو چینایي اپلیکشنونو په هکله اندیښنه څرګنده کړې او شک پرې لري چې د امریکایانو خصوصي معلومات د نورو سره شریکوي خو دواړو کمپنیو ویلي چې هغوي دا معلومات د چین د حکومت سره نه شریکوي.

د امریکا حکومت هم لا تر اوسه پدې هکله شواهد ندي وړاندې کړي چې دغه اپلیکیشنونه څنګه د امریکایانو خصوصي معلومات له نورو سره شریکوي.

په امریکا کې د موبایل ټیلیفونونو د خوندیتوب یو ماهر، ویل سټرافاچ وایي تر اوسه یې په ټیک ټاک کې هیڅ داسې څه ندي لیدلي چې د شک په سترګه ورته وکتل شي.

په میلونونو کسان په نړۍ کې دغه دوه اپلیکیشنه کاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو هم د همدې تیرې چارشنبې په ورځ ویلي و چې د امنیتي اندیښنو له وجې به حکومت امریکایي پلورنځیو ته اجازه ورنکړي چې د چین پورې اړوند اپلیکیشنونه وپلوري.

که څه هم چې په امریکا کې ډیر خلک وي چټ نه کاروي خو په چین کې د دې اپلیکیشن نه پرته کار کول امکان نلري ځکه چې د کاروبار تقریباً ټول خاوندان د همدې اپلیکیشن د لارې یو بل ته پیسې انتقالوي.

دغه اپلیکیشن په نړۍ کې د یو ملیارد نه زیات کاروونکي لري.