کابل د اسلام اباد تورونه رد کړي چې د پولې د پورې غاړې نه بريدونه شوي
کابل د اسلام اباد هغه تورونه رد کړي چې پکې ويل شوي د پولې د پورې غاړې نه د دير په بن شاهي پوله د ماټر او غټې وسلې بريدونه شوي چې پکې يو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د بيان په ځواب کې ويلي، افغانستان تر هر چا زيات په خپله د ترهګرۍ ښکار پاتې شوی ځکه افغانستان د پاکستان په ګډون د چا پرضد هم خپله خاوره استعالېدو ته نه پرېږدي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د زیارت/ پنجشنبې په سهار (6م اګست 2020) باندې د دير په پوله د دواړو ملکونو د ځواکونو ترمنځ ناسته شوې چې پکې افغان چارواکو د ترهګرۍ د ختمولو کله ژمنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان په بيان کې ويل شوي افغانستان د ترهګرو د ځالو ختمولو دپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ جوړ د سولې او همبستګۍ د عملي کاري پلان (APAPPS) ځای مهم ګڼي.
د پاکستان پوځ او د بهرنيو چارو وزارت دواړو تور لګولی چې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه بريدونه شوي دي.
پاکستان د افغانستان د لوري د افغان ځواکونو لخوا د ډزو او ترهګرو ته د مرستو ورکولو په کلکه غندنه کړې وه.
تحریک طالبان پاکستان د دير په شاهي او چاپېره نورو پوستو د بريد زمه واري منلې ده.
تېره میاشت ملګرو ملتونو په يو رپوټ کې ويلي، په افغانستان کې د 6000 نه 6500 پورې پاکستاني بهرني ترهګر شتون لري په دوی کې د زياترو تعلق د تحریک طالبان پاکستان سره دی او دوی دواړو ملکونو ته ګواښ دی.
په ياد رپوټ کې ويل شوي ؤ په دوی کې ځینې په داعش خراسان کې هم شامل شوي دي.