شاته

طالبانو په غزني کې خلک د تنګو کالو او فېشني وېښتو نه منع کړي، افغان چارواکي وايی 

د افغانستان په غزني ولایت کې چارواکي وايي ولایت په ځینو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو پر خلکو ځینې محدودیتونه لګولي دي

د چارواکو په وېنا په دغو محدویتونو کې خلک د سندرو اورېدلو، سمارټ موبایلونه ګرځولو، ږیرې خرېیلو، د تېز رنګ او تنګ کالو اغوستلو، ټیټې پایڅې ګرځېدلو، فیشني ویښتان جوړولو او داسې نورو کارونو نه منع کړی شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري امریکا غږ ته وویل ، چې ددې کار څخه د طالبانو هدف دا دی،چې ځوانان د اوسنۍ نړۍ څخه لرې وساتي ، چې په دې توکه د دوی امر ښه ورباندې تظبیق کیږي.

ښاغلي نوري زیاته کړه (( وسلوالو مخالفینو په خلکو او ولسونو باندې محدودیتونه وضع کړي دي ، غواړي دوی ترخپل انحصار لاندې راولي،دوی غواړي پرمختګ ونکړي ، د ټکنالوژۍ ډېر مخالف دي ، په ډيرو ولسوالیو کې یې په ځوانانو باندې خوالۍ ، د ویښتانو جوړول او د کالیو جوړول بند کړي دي، همغو سیمو کې چې دوس واک پکې لري ، لوی مبایلونه خو یې له پخوا بندي کړي وو ، هدفه یې دا دی ، چې ځوانان اڼټرنېټ ونه کاروي او ځوانان د اوسنۍ نړۍ سره اشناه نه شي.))

د غزني د اندړو، ده یک او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم وايي، وسله والو طالبانو په جوماتونو کې په سپېکرونو کې اعلانونه کړي او دغه محدودیتونه یې وضع کړي دي.

دوی وايي طالبانو په خپلو اعلانونو کې ورته ویلي چې په ټېپونو او موبایلونو کې به یوازې د طالبانو ترانې اوري.

د غزني اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی سبحان چې په مستعر نوم یې له امریکا غږ سره خبرې کولې وویل (( په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې په جوماتونو او عامه ځایونو کې اعلانونه کړي او اعلامیې یې خپرې کړې دي چې ځوانان به له ځان سره غټ موبایلونه نه ګرځوي، رنګه کالي به نه اغوندي، ږیره به پرېږدي، خپل ويښتان به لنډوي، طالبان په دې کارونو سره فکر کوم غواړي د ځوانانو فردي ازادي ورمحدوده کړي)).

ددې ترڅنګ د ځینو نورو ولسوالیو اوسیدونکي هم وايي ، چې په دې وروستیو کې طالبانو اندړو او یو شمېر نورو ځوانانو ته خبرداری ورکړی دی چې لنډ کالي جوړ نه کړي، ږیره یې باید پر سنتو برابره وي، وېښتان باید لنډ کړي، د موسیقي له اورېدو ډډه وکړي او غټ ټیلیفونونه ونه ګرځوي.

خو وسله وال طالبان بیا دغه خبرې ردوي او وايي ، چې تر اوسه ورته اقدام نه دی کړی. د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي ،چې موږ هیچا ته دا نه دي ویلي.