شاته

امریکا لېبنان ته په پوځي الوتکو کې بشري مرسته استوي

واشنګټن – امریکا لېبنان ته له سترې خونړۍ چاودنې وروسته په درې پوځي C-17 ډوله پوځي الوتکو کې مرستې استوي.‌

د لیبنان د پلازمېنې بېروت په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.‌

له چاودنې وروسته د بېروت د ښار یوه څنډه.
له چاودنې وروسته د بېروت د ښار یوه څنډه.

امریکايي چارواکي وايي، لومړنۍ الوتکه چې خواړه، اوبه او درمل پکې بار دي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ لیبنان ته رسېږي.

د امریکا مرکزي قومانده یا سینټکام وايي، لومړنۍ الوتکه په قطر کې په امریکايي پوځي اډه کې له مرستو ډکه شوې او لیبنان خواته خوځېدلی او په دوه نورو کې به نور خوراکي توکي او اوبه بار شي او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به لیبنان ته ورسېږي.

د سینټکام مشر جنرال کنېت فرانک مکینزي چې په منځني ختیځ کې د پوځي عملیاتو څارنه کوي وايي، "مونږ د لیبنا له وسلوالو ځواکونو سره له نېږدې همغږي لرو او مونږ هیله لرو چې د لیبنان د ژغورنې د عملیاتو له لیارې به نوره مرسته هم وکړو.‌"

مکینزي همدارنګه د لیبنان د وسلوالو ځواکونو له جنرال جوزیف اون سره په خبرو کې د چاودنې د قربانیانو او ویجاړیو له امله غمرازي څرګنده کړې.

په امریکا کې ولسمشرۍ ته ډیموکراټ کاندید جو بایډن په چاودنه کې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټرمپ‌ له ادارې او نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي دي، چې په چټکۍ سره دې د زرګونو ټپیانو په درملنه کې مرسته وکړي.

لیبنان ته د مرستې لېږل حساسه مسله هم ده ځکه د لیبنان په حکومت کې د حزب الله ډله چې د امریکا او ګڼو نورو هېوادونو لخوا ترهګره بلل شوې برلاسې ده.

د ایران تر ملاتړ لاندې د شیعه مسلمانانو دغه سیاسي ډله په نړۍ کې د ترهګرو بریدونو تاریخچه لري او په منځني ختیځ کې د لویدیځ د اغیزې پرضد مقاومت کوي.‌

د پینټګان ویاند جانتن هفمن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، "مونږ د ځینو اندېښنو په اړه ښه پوهېږو چې دا مرستې به د چا لاس ته ورسېږي خو مونږ دا باوري کوو چې مرستې به د لیبنان خلکو ته چې ورته اړتیا لري ورسېږي."

هغه وړاندې وویل، چې د امریکا پوځ د بهرنیو چارو له وزارت او یو اس آی ډي سره د مرستو د لېږلو په برخه کې په ګډه کار کوي.‌

تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي وو چې امریکا د لیبنان له حکومت سره اړیکه نیولې او خپل پوځ ته یې ویلي دي چې د لیبنان له خلکو سره دې مرسته وکړی.‌