د افغانستان د لوري په پوله برید کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی، دوه ژوبل دي، پوځ وايي
د پاکستان پوځ ويلي، د دیر په پوله د افغانستان د لوري نه په بن شاهي باندې د مارټر او غټې وسلې ډزې شوي چې پکې د ملېشې (اېف ـ سي) يو سرتيری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ ويلي د ماسپښين نه وروسته ترهګرو د افغانستان د لوري نه د دير په بن شاهي سېکټر د مارټر او درنې وسلې بريدونه کړي دي.
د افغانستان د لوري په دغه اړه تراوسه رسمي بيان نه دی راغلی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي په ماښام کې بيا د افغان سرحدي ځواک د پاکستان د پوځ په چيک پوستو بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې د اېف سي يو سرتيري وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې افغان پوځ ته خواست شوی ؤ چې د دير په بن شاهي به په پوله د دواړو غاړو د ډزو په مسله به خبرې کوي.
پاکستان د افغانستان د لوري د افغان ځواکونو لخوا د ډزو او ترهګرو ته د مرستو ورکولو په کلکه غندنه کوي.
تحریک طالبان پاکستان په شاهي او چاپېره نورو پوستو د بريد زمه واري منلې ده.
په وروستيو کې د باجوړ په ناوه پاس د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د نښتې ويل شوي وو.
تېره مياشت افغان چارواکو ويلي ؤ د پولې د پورې غاړې پاکستان د لوري نه په کونړ کې راکټې داغل شوې او د مرګ ژوبلو دعوه پکې شوې وه.
پاکستان او افغانستان وخت په پوخت دعوې کوي چې د پولې د دواړو غاړو بريدونه کيږي، خو دواړه بيا دا دعوې ردوي او وايي چې د يو بل پرضد خپله خاوره کارېدو ته نه پرېږدي.