شاته

پاکستان او افغانستان کولی شي چې دوه اړخيزه سوداګري لس اربه ډالرو ته ورسوي، پي ای جی سي سي ايي

سوداګر وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري چې د پينځه اربه ډالرو پورې رسول ټاکل شوي، دواړه هېوادونه کولی شي چې دا سوداګري لس اربه ډالرو ته ورسوي خو د غفلت او باور د کموالي له امله دا سوداګري په يو اعشاریه شپږ اربه ډالرو نښتې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې (جوائنټ چېمبراف کامرس اېنډ انډسټري، پي ای جی سي سي ايي ) مشر زبېر موتي والا ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري چې د وړاندې نه خرابه وه کرونا نوره اغېزمنه کړې ده.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په وړاندې ستونزې په ګوته کړي چې د سوداګرۍ په مالونو کې وروستی والی، کليئرنس، د ټرېکرو د کمي او وروستو والي، ډېمبرج او ورسره اړونده مسلې نه دي هوارې، د پي ای جی سي سي ايي په ټينګار په اوونۍ کې پينځه ورځې سوداګرۍ ته لار ازاده شوې خو دوی غواړي چې دوه اوونۍ بې د ناغې سوداګرۍ ته پولې ازادې شي چې نښتي مالونه ځای ته ورسي.

موتي والا د پاکستان او افغانستان په دواړو حکومتونو زور راوړی چې تجارتي اړيکې دې د سياسي تاؤ تريخوالي نه په ډډه وساتي او سوداګرۍ ته دې دوام ورکړي، هغه ويلي پکار ده داسې پرمختيايي اوږد مهاله ګامونه پورته کړی شي چې د ټولې سيمې د اقتصاد په ګټه وي.

نوموړي د منځنۍ اسيا مارکيټ ته د رسېدو په خبره ټینګار کړی چې دواړه ملکونه کولی شي چې په ګډه هڅو دغه مارکيټ ته ورسي خو ورسره يې ويلي د منځنۍ اسيا مارکیټ ته د رسېدو په لار کې د پاکستان سوداګر په افغانستان کې مسلې لري، هغه ويلي پکار ده په دغه اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزټ ټرېډ معاهدې ته بيا کتنه وشي.

زبېر موتي والا دغه خبرې د سيکرټري تجارت صالح احمد فاروقي په وړاندې اېښودي او د پي ای جی سي سي ايي د خبر پاڼې ترمخه نوموړي سيکرټري دوی ته د دغو مسلو هوارولو باور ورکړی دی.

ويل شوي فاروقي سپارښتنه کړې چې د افغانستان او پاکستان سره دې د تاجکستان سره په ګډه يو درې اړخيزه چوکاټ جوړ کړی شي.

د پاکستان او افغانستان سوداګر وخت په وخت دا شکايت او ګيله کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په وړاندې غټ خنډ د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو ترينګلتيا ده.

دوی وايي چې د دواړو ترمنځ سياسي اړيکې ترينګلې کيږي نېغ په نېغه ترې سوداګري اغېزمنه کيږي، پکار ده چې سوداګري د سياست ښکار نه شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.