شاته

د جاپان په هېروشیما ښار د اېټم بم حملې ۷۵ کال ونمانځل شو

د جاپان په هېروشیما ښار د امریکې د اېټم بم حملې ۷۵ کال ونمانځل شو.

د هېروشیما په پېس مېموریل پارک یا د ښار د امن په یاد کې جوړ شوي پارک کې د اېټم بم په حمله کې ژوندي پاتې کسان او ځینې مامورین جمع شوي وو او د سحر ۸:۱۵ بجې یې د څه وخت دپاره خاموشي وکړه.

په هېروشیما سحر ۸:۱۵ بجې د اینوله ګی نومې امریکايي جنګي جهاز نه لېټل بوای (وړوکی هلک) نومې بم ور وغورځول شو.

د وي اوای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ‌ کې وايي د بم چاودنې په نتیجه کې په هېروشیما کې ۱۴۰۰۰۰ خلک ووژل شو او ښار په کنډر بدل شو.

سږ کال د کرونا وایرس له امله په هېرو شیما د حملې د کلیزې دستورې کې یوازې په حمله کې بچ پاتې کېدونکي کسان، د هغوې خپلوان او ځینې چارواکو په کمه شمېره کې شرکت وکړو.

دستورې ته خپله وېنا کې د جاپان وزیراعظم شېنزو ابی دا ژمنه تکرار کړه چې جاپان غواړي اېټي وسلې دې د دنیا نه ختمی کړی شي. هغه وویل ملک به یې اېټمي وسلو نه دنیا پاکوولو په غرض معاهدې دپاره د اېټي قوتونو ترمنځ د پله کردار ولوبوي.

په هېروشيما د حملې درې ورځې وروسته امریکې د جاپان په ناګاساکي ښار دویم اېټم بم ور وغورځولو چې له امله د ۷۰۰۰۰ نه زیات کسان ووژل شوو.

د دویم بم وروسته جاپان په دویم جنګ عظیم کې اتحادي ځواکونو ته تسلیم شو، جنګ او په اېشیا کې د جاپان جارحیت ختم شو.

د دې وروسته امریکې جاپان سره ژمنه کړې چې د اېټمي حملې په صورت کې به یې تحفظ کوي.