شاته

د اوربند پر مهال لسګونو ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې – راپور

د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وايي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځني اوربند له اعلان سره سره په دغه هېواد کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې لړۍ دوام درلود او هره ورځ په اوسط ډول ۳۸ تنه ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي.

دغه کمېسیون د پنجشنبې په ورځ د اګست په شپږمه (زمري ۱۶) په یو راپور کې ویلي چې د عرفې په ګډون د اختر په ورځو کې د ناامنۍ ۷ پېښې شوي چې په کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۹مه چې د عرفې له ورځې سره برابره ده په لوګر کې پر يو نظامي مرکز باندې په موټربم بريد کې ۴ ملکي وګړي ووژل شول او ۵۷ تنه ټپيان شوي دي".

د افغانستان د بشري حقوقو کمېسیون دغه راز د لوی اختر په لومړۍ ورځ په هرات ښار کې د ناپېژنده کسانو د لاسي بم غورځولو ته اشاره شوې چې له امله یې ۱۵ تنه ټپيان شوي دي.

همداشان په راپور کې ویل شوي چې د اختر په لومړۍ ورځ د ارزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ په «يکه وريه» کلي کې د سرک د غاړې ماين د چاودنې له امله د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.

د بشري حقوقو کمیسیون په راپور کې دغه راز راغلي چې د لوی اختر په دویمه ورځ د دولت وسله‌والو مخالفانو د عصمت الله سلام په نوم يو مدني فعال چې د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې خپل کور ته پر لاره و له موټره ښکته کړی او واغذ ولسوالۍ ته له بیولو وروسته یې وژلی دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په خپل راپور کې د ننګرهار برید ته په اشارې ویلي: "د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۲مه د ننګرهار ولايت پر محبس د وسله والو په برید کې ۲۰ تنه (د محبس د ۹ پوليسو په ګډون) وژل شوي دي او ۵۰ تنه (د ۱۳ پوليسو په ګډون) ټپيان شوي دي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت طالبان تورن کړي چې د لوی اختر په درې ورځني اوربند کې یې د ۳۸ بریدونو په ترسره کولو سره د اوربند له اصولو سرغړونه کړې.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې ۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو کمېسیون دغه راز په لوګر ولایت کې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو او ولسي پاڅونوالو په ډزو کې د درېیو ملکي افغانانو د وژل کېدو په اړه د ادعاو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا پېښې تر ارزونې لاندې دي.

دغه کمېسیون په خپل راپور کې د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو بريدونو ته په اشارې ویلي چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ولسي افغانان وژل شوي او ۱۰۴ تنه ټپیان شوي دي.