شاته

د خېبرپښتونخوا د اوړو ملونو مالکان وايي صوبه د غنمو د کمي سره مخامخ ده

خېبرپښتونخوا د اوړو د ملونو مالکان وايي په صوبه کې د غنمو ضرورت ۴۶لکه ټنه دی خو دا وخت صوبه د ۲۳لکه ټنه غنمو د کمي سره مخ ده.

له دې وړاندې د اوړو د ملونو مالکانو د غنمو د برخې د کمي له امله احتجاجونه هم کړي وو خو بيا صوبايي حکومت د دوی ستونزو ته پام وکړو.

د خېبرپښتونخوا فلور ملز اېسوسي اېشن مشر محمد اقبال وي او ای ډيوه ته وويل که حکومت په دې کمي قابو ومومي نو داسې به د اوړو په ګرانۍ کې هم کمی راشي.

هغه زياتوي که د پنجاب نه د غنمو په راوړلو بندېز ونه لګي او په صوبه کې تر ۱۰ لکه ټنه غنم پېدا شي نو دا ستونزې کمېدی شي.

په صوبه کې نانبايان وايي د اوړو د ۸۵ کلوګرامه بورۍ نرخ ۶۰۰۰ روپۍ ته رسېدلې او د حکومت له خوا د ۱۵۰ ګرامه ډوډۍ په ۱۵ روپۍ د خرڅولو اجازه هم نه ورکول کېږي.

په پېښور کې د نانبايانو مرستيال مشر رحمان الله وايي حکومت يې يو شمېر غړي نيولي، که حکومت د دوي ستونزو ته پام ونه کړو نو دوي به په صوبه کې د هړتال اعلان وکړي.

په دې ورستيو کې په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې هم د اوړو په بيعه بحث شوی. د نهې، سه شنبې، په ورځ د صوبايي اسمبلۍ سپيکر مشتاق غني په خپله وينا کې د تشويش څرګندونه کړې.

د خوراک صوبايي وزير قلندر لودهي سره په رابطه کې وي او ای ډيوې ته وويل شو هغه مصروفه دی او خبرې نشي کولی.

د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼه پاکستان ټو ډی د صوبايي وزير په حواله وايي په صوبه کې د غنمو او اوړو هېڅ کموښت نشته او په صوبه کې دا وخت د غنمو يو لاک ۴۵زره ټنه ذخيره موجود ده او صوبايي حکومت هڅې کوي چې د پاسکو په ذريعه درې لکه مېټرک ټنه نور غنم واخلي.

تېره ورځ د پاکستان د شمېرنې ادارې په خپل رپورټ کې ويلي وو د جون د مياشتې په پرتله د جولايۍ په مياشت کې غنم ۲۸ فيصده ګران شوي دي او ځايي اوسېدونکي وايي په خېبرپښتونخوا کې دا وخت د اوړو د ۲۰ کلوګرامه بورۍ نرخ د ۱۲۰۰ نه تر ۱۳۰۰ روپۍ رسېدلی دی.