شاته

د ایسایس نومې طوفان دلاسه په امریکا کې شپږ کسان مړه شوي

ایسايس نومې طوفان د امریکې د مشرقي ساحل په یو شمېر سیمو کې درانه بارانونه وورول او د تندو هواګامې څپې یې خان سره راوړي او د طوفان دلاسه شپږ کسان مړه شول.

د امریکې د موسمیاتو محکمه یواېس وېدر سروس وايي د ایسایس زور به د شورو، چهارشنبې، یا د زیارت، پنجشنبې، په ور‌ځ د کېنېډې په جنوب مشرقي علاقه مات شي.

ماهرین اټکل کوي چې طوفان به د کېنېډې به دغو سیمو تر اووه انچه پورې بارانونه ووروي.

.ایسایس د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې نارت کېرولاینه ریاست ساحل ته راورسېدو او د امریکې سرښار واشنګټن او د اټلانټک سمندر په ساحل د امریکې یو شمېر مشرقي ریاستونو کې یې درانه بارانونه او تندې هواګانې راوړې.

په نارت کېرولاینه کې طوفان دلاسه دوه کسان مړه شول.

په مېري لېڼد ریاست کې یوه مېرمن او په نیویارک ښار یو تن د دوی په موټرو د ونو راغورځیدو له امله مړه شول. یو تن په ډیلاویر ریاست کې د ونې راغورځېدو په نتیجه کې ساه ورکړه. او په پېنسلوېنیا ریاست کې یو تن د هغه موټر په اوبو کې د لاهو کېدو په پېښه کې مړ شو.

په پېنسلوېنیا ریاست کې یو شمېر ماشومان په داسې حال کې معمولي زخمیان شول چې تندو هواګانو یې د دوې د مرکزې چت ونړولو.