شاته

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي د هېواد ۳۱ فیصد خلک کرونا وایرس وهلي 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی د سروی له مخې د هیواد د نفوس ۳۱،۵ سلنه وګړي په کرونا وایرس اخته شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کابل کې رسنیو ته وویل ، چې په افغانستان کې ۱۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي.

عثماني زیاته کړه، چې د دوی د سروې له مخې ، چې د افغانستان ۳۴ ولایتونو په ټولو زونونو کې تر سره شوې چې په ځینو زونونو کې په کرونا وایرس اخته کسانو کچه مختلفه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سروی له مخې تر ټولو زیات کسان په کابل کې چې ۵۳ سلنه کيږي په کرونا وایرس اخته شوي او تر ټولو کم کسان په غور او دایکندي کې چې ۲۱ سلنه کیږي په کرونا وایرس اخته شوي دي.

عثماني وویل چې په ختیځو ولایتونو کې په کرونا وایرس د اخته کسانو کچه ۴۲.۳ سلنه، په مرکزي زون کې ۳۶.۳ سلنه، په لوېدیځو ولایتونو کې۴۱.۱ سلنه او په شمال ختیځو ولایتونو کې ۳۲.۴ سلنه وه.

ده وویل زموږ عمومي پایلې دادي چې د همدې سروې په اساس ۳۱.۵ سلنه کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې لس میلیون تنه کیږي، په ښارونو کې په کرونا د اخته کسانو کچه۳۷ سلنه کیږي.په کلیو کې ۲۷ سلنه،د ښځو په منځ کې۳۲ سلنه، د نارینوو په منځ کې ۲۹ سلنه وه.

ښاغلي عثماني وویل هغه کسان چې کرونا یې تیره کړې ده بیا هم په کرونا وایرس د اخته کېدو احتمال یې شته چې په وینا یې باید ټولې روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.

دا په داسې حال کې ده ، په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۷ تنه په کرونا وایرس اخته شوي او شپږ تنه نور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې چې نن چهارشنبه یې خپاره کړي ؤراغلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وایرس د ۲۷۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۷ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر۳۶۸۲۹ تنو ته پورته شوو.