شاته

سپینه ماڼۍ او دیموکراتان د کروناویروس پر تریلیون ډالري مرستو بحث کوي 

د سپنې ماڼۍ چارواکي او د کانګرس دیموکرات غړي په پام کې لري چې د چهار شنبې په ورځ اګست ۵ (زمري ۱۵) بیا سره وګوري څو د روانې اوونۍ تر پایه د کرونا ویروس د مرستو په نوې بستې توافق ته ورسیږي.

د امریکا د خزانې وزیر ستیون منوچن د سه شنبې ورځې ( اګست ۴) تر ۹۰ دقیقو خبرو وروسته وویل، ټول هدف دادی چې په وړاندیز شوي پیشنهاد هوکړه وشي څو راتلونکې اوونۍ کانګرس ته د رای اخیستنې لپاره وړاندې شي.

د خزانې وزیر ستیون منوچن، د سپینې ماڼۍ د چارو د ادارې مشر مارک میډوز ، د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي او په سنا کې د دیموکراتانو مشر چک شومر به نن د دریمې پرله پسې ورځې لپاره غونډه وکړه.

سنا کې د دیموکراتانو مشر چک شومر وايي: "هغوی یو څه امتیازات ومنل چې موږ یې ستاینه کوو ، موږ یو څه امتیازات ومنل چې هغوی یې قدر کوي. خو تر اوسه هم د ډیرو مهمو مواردو په اړه له هوکړې لیرې یو اما خپلو هڅو ته به دوام ورکوو."

دواړه لوري جمهوري غوښتونکي او دیموکراتان د خپلو کمکي بستو د اندازې په اړه د نظر اختلاف لري، دیموکراتان د ۳.۴ تریلیون ډالرو نوې کمکې بستي غوښتنه کوي خو جمهوري غوښتونکي بیا یو تریلیون ډالرو ته د مرستو په راکمیدو ټینګار کوي.

د بحث وړ موضوعات امریکایانو ته د مرستو د یو بل چک استول او همدارنګه په اوونۍ کې د وزګارۍ د ۶۰۰ ډالرو د ورکړې د پروګرام غځول دي چې تیره اوونۍ پای ته ورسید.

له امریکایانو سره په مرستو په داسې بحث کیږي چې اوسمهال په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د وزګارۍ کچه ۱۱.۱ فیصدو ته لوړه شوې ده او په میلیونونه کسان وزګار شوي دی.