شاته

اهرام مصر خلايي مخلوق جوړ کړي، د ټسلا کمپنۍ مشر ایلان مسک وايي

د ټېسلا او د خلايي تحقیق کمپنۍ سپېس اېکس مشر ایلان مسک ویلي د مصر اهرام خلايي مخلوق جوړ کړي دي. په ټوېټر د مسک دې خبرې ته په ځواب کې د مصر د نړیوالې همکارۍ وزیرې مسک ته د مصر د سفر بلنه ورکړې ده.

ایلان مسک د ټېسلا کمپنۍ باني دی چې په بجلۍ چلېدونکي موټرې تیاروي او په تجارتي بنیادونو خلا ته د خلکو بوتللو په غرض یې سپېس اېکس نومې کمپني هم جوړه کړې ده.

مسک د خالي، شنبې، په ورځ په ټوېټر وویل خلايي مخلوق اهرام تیار کړي دي.

د نړیوالې همکارۍ دپاره د مصر وزیرې رانیا المشاط ایلان مسک ته په ځواب کې او هغه د مخاطب کولو په ترڅ کې وویل د ایلان مسک د کار ستاینه کوي، هغه ته او سپېس اېکس ته بلنه ورکوي چې د هغو لیکنو مطالعه دې وکړي چې پکې دا واضحه کړی شوي چې اهرامونو څنګه جوړ شوي او د اهرامونو جوړونکو قبرونه دې وګوري."ښاغلی مسک مونګ د ستا انتظار کوو."

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي دا لا نه ده معلومه چې ایا ایلان مسک د اهرام مصر د جوړیدو په اړه خبره په سنجیده انداز کې کړې او که هڅې په ټوکو کې کړې ده خو د خلايي مخلقو دلاسه د اهرام مصر د جوړیدو خبره د ډیرو کتابونو او د ټېلې وژن پروګرامونو موضوع پاتې شوي ده.

اېجپټ ټوډی نومې ورځپانې ویلي د هېواد پیژندلي د پخواني اثارو ماهر زاهي حواس هم په سوشل میډیا ایلان مسک ته ځواب وېلی او د مسک ټویټ یې مکمله خام خیالي بللی دی. حواس وویل هغه د اهرام جوړوونکو قبرونه موندلي دي چې هر چا ته دا خبره څرګندوي چې اهرام جوړوونکي د مصر خلک وو او دغه خلک غلامان نه وو. هغه وویل په قدیم مصر کې د اهرامونو جوړول د ټول قام منصوبه وه.

د وي او ای رپورټ وايي داسې ښکاري چې ایلان مسک بیا خپل ذهن بدل کړو او په ټوېټر یې د بي بي سي خبري ادارې یو مضمون شریک کړو او ویې وېل په دې خلاصه کې وېل شوي چې اهرام مصر څنګه جوړ شوي وو.