شاته

عمران خان: د امریکا په خواست د ایران او سعودي ترمنځ د روغې جوړې کوشش کوم

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د امریکا په خواست د سعودی عرب او ایران ترمنځه د روغې جوړې هڅې کوي خو وايي په دې کې ډېر په ورو پرمختګ کېږي.

د امریکا په خواهش د پاکستان د کرکټ پخواني لوبغاړي وروسته له هغې د ریاض او تهران سفرونه کړي وو چې په خلیج کې د تېلو اهم مرکزونو باندې بریدونه شوي وو. امریکانو ددغه بریدونو تورونه په ایران لګوي وو.

عمران خان دا خبرې د الجزیره ټیلي ویژن سره د یوې تفصیلې مرکې په وخت کړيدي، چې د راتلونکي شورو - چارشنبې په ورځ به خپرولی شي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د رپوټ ترمخه، د مرکې په وخت عمران خان ویلي چې مونږه د سعودي عرب او ایران ترمنځه د پوځي جګړې په ختمولو کې اهم رول لوبولی او زیاتوي هڅې یې کامیابه شوي دي.

د شیعه مسلمان هېواد ایران په خلیج کې د امریکايي اتحادي سعودي عرب سره د اوږدې مودې راهیسې اختلافونه روان دي.

د امریکا او ایران ترمنځه اړیکې د کال ۲۰۱۸ په مېنځ موده کې هغه وخت زیاتې خرابې شوې کله چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامي ایران سره د اېټمي لوظنامې نه وتلو اعلن وکړلو.

ددغې ایټمي لوظنامې په نتیجه کې په ایران لګولی شوي ډېر بندېزونه لرې کړی شوي وو.