شاته

بي بي سي وايي ایراني چارواکي د کرونا واېرس اصل شمیرې پټوي

د برتانیې خبري ادارې بي بي سي په خپل یو رپورټ کې ویلي،‌ ایراني چارواکي‌ په هیواد کې د کرونا وایرسه شوي مرګونه او اغیزمنو کسانو اصلي شمیرو په ډاګه کولو کې رېښتونی نه دی.

د بي بي سي فارسي څانګې ته د نامعلومه سرچینو نه ترلاسه شوو پټو اسنادو (طبي رپورټونو) ترمخه په ایرن کې د کرونا وایرسه د اغیزمنو او مړو کسانو اصل شمیره د حکومتي شمیرو نه درې چنده زیاته ده.‌

د بېلګې په توګه د بي بي سي رپورټ وايي په ایران کې د جولايي ۲۰مې نېټې پورې د کرونا وایرسه د مرګونو شمیره نژدې ۴۲۰۰۰ (42 زره) وه، خو د ایران د صحت چارواکو لخوا رپورټ شوي مرګونه ۱۴۴۰۵ (14405) دي.‌ په دغه حساب د بي بي سي ته د ترلاسه شوو اسنادو شمیره د حکومتي شمیرو نه درې چنده زیاته ده.

هم دغه شان د کرونا وایرسه د ناروغانو شمیره د صحت د وزارت لخوا ۲۷۸۸۲۷ (2لکه 78زره او 827) ښودل شوې خو بي بي سي ته ترلاسه شوو اسنادو ترمخه په ایران کې دغه شمیره ۴۵۱۰۲۴ (4 لکه 51زره او 24) ده.

سره د دې د یادو اسنادو تر مخه په ایران کې د کرونا وایرسه لومړی تن د جنورۍ په ۲۲مه نېټه مړ شوی وو. خو ایراني چارواکو د دغې نېټې یوه میاشت وروسته پورې هم د کرونا نه د چا د مرګ رپورټ نه وو ورکړی.

د دې شمیر سره یا پرته د برتانیې خبري اداره وايي ایران په منځني ختیځ کې د کرونا وایرسه تر ټولو زیات اغیزمن هیواد دی.

دغه نامعلومه سرچینو مطبوعاتو ته ویلي د دغه پټو اسنادو دوي سره د شریکولو مقصد ریشتیا روښانه کول او په ایران کې د کرونا وبا تر شا سیاسي لوبه ختمول دي.