شاته

د ننګرهار په بهسودو کې د افغان پوځیانو او بریدګرو ترمنځ جګړه

د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې د حکومتي پوځیانو او ځانمرګو برید کوونکو ترمنځ جګړه شوې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي چې تېر ماښام د محبس له برید سره په یو وخت کې د بهسودو ولسوالۍ لسمې ویالې سیمه کې وسله والو پر هوايي ډګر او ورڅېرمه سیمو د هاوان مرمۍ ویشتلې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې یو بریدګر وژل شوی او یو بل ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې. خوږیاڼي ویلي چې په چاودنه کې چاته زیان ندی رسېدلی. د هغه په وینا دوه بریدګرو په یوه کور کې سنګر نیولی او له افغان پوځیانو سره جګړه کوي.

د سیمې یو اوسېدونکی وایي چې اوس هم جګړه روانه ده.

پرون یو شمېر وسله والو د ننګرهار پر محبس برید وکړ چې شاوخوا ۲۴ ساعته یې دوام وکړ. چارواکي وایي چې ددغه برید له امله ۲۹ کسان وژل شوي دي او یو شمېر ټپیان دي.

په ننګرهار کې وروستیو امنيتي پېښو یو لړ اندېښنې رازېږولې دي. د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی ناصر کامه وال کشفي ارګانونه په ناغېړۍ تورنوي.