شاته

پاکستان: پنجاب کې د اختر دپاره شوی ټولبند د وخت نه مخکې ختم کړی شوی، کرونا درې نور کسان مړه کړي

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د لوی اختر په موقع د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره شوی ټولبند (لاک ډاؤن) د وخت نه مخکې ختم کړی شوی او راپورونه وايي په بلوچستان کې په لسو ورځو کې د کرونا څخه يو تن هم نه دی مړ شوی.

د پنجاب صوبې حکومت ویلي د پينځم اګست پورې يې په صوبه کې ټولبند کړی ؤ خو د څارؤ د منډيانو نه چې کومې نمونې اخستل شوې وې هغه د ډاډ وړ دي ځکه د دوېم اګست د نيمې شپې څخه ټولبند ختموي.

د پنجاب حکومت په پينځم اګست د کشميريانو سره د يو والي دپاره د احتياط سره د غونډو کولو اجازت هم ورکړی دی.

د دې ترڅنګ د کرونا د مخنیوي په لړ کې نور پورته کړی شوي ګامونه به په خپل ځای وي.

بل لور ته راپورونه وايي په بلوچستان کې په تېرو 11 ورځو کې د کرونا څخه يو تن نه دی مړ شوی.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې په ملک کې د کرونا څخه اته تنه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د ټولو مړينو شمېره 5984 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په ملک کې په کرونا وايرس اخته 1038 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی.

د دې ترڅنګ په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا مالومولو دپاره 11زره26 معاينې شوي او په 330 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې په دوه لکه80زره29 کسانو کې د کرونا پخلی شوی او ويل شوي دوه لکه 48زره873 ښه شوي دي.