شاته

د جلال آباد له جېله څه باندې پنځوس قیدیان تښتېدلي دي – ‌ذرائع

د داعش ترهګرې ډلې اعلان کړی چې د افغانستان د ننګرهار ولایت په سرښار جلال آباد کې پر یو جېل باندې برید د دوی کار و. په دې حملې کې چې د اتوار-یکشنبې په ورځ وشوه، د یو چارواکي په وینا، کم از کم درې تنه وژل شوي او لسګونه کسان نور زخمیان شوي دي. همدا راز ویل کیږي چې د حملې په نتیجه کې لسګونه قیدیان هم کامیاب شوي چې له جېل نه وتښتي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی سهراب قادري خبریالانو ته ویلي چې اول د زندان مخې ته یوه غټه موټربم چاودنه وشوه او ورپسې دوه وړې چاودنې وشوې چې بیا وسله والو کسانو هم پر زندان برید وکړ او پولیسو ورسره مقابله وکړه.

د داعش ډلې پورې اړوند اعماق خبرې ایجنسۍ ویلي چې دا برید داعشیانو کړی، مګر نور تفصیلات یې ندي ورکړي.

با وجود د دې، خپلواکو ‌ذرایعو دا تصدیق تر اوسه ندی کړی چې دا حمله دې په رښتیا د داعش ډلې کړې وي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي، سهراب قادري، رایټرز ته ویلي: "په دې حملې او نښتو کې کم از کم درې کسان وژل شوي او ۲۵ نور زخمیان شوي دي." قادري همدا راز ویلي چې د برید په نتیجه کې له پنځوسو زیات قیدیان، له جېله تښتېدلي دي، او د حملې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ممکن له پنځه ویشتو هم سېوا شي.

د اتوار په ورځ جلال آباد کې د برید له امله له شلو زیات کسان زخمیان شول
د اتوار په ورځ جلال آباد کې د برید له امله له شلو زیات کسان زخمیان شول

داعش ډله په داسې وخت کې د برید ‌ذمه واري مني چې د افغانستان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) ویلي چې د داعش خراسان ډلې په ضد یې عملیات کړي او د دې ډلې د استخباراتي څانګې مشر یې وژلی دی.

د ملي امنیت یا این ډي ایس ادارې په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه عملیات یې د خالي- شنبې په ورځ کړي او د ضیأ الرحمن په نوم د داعش خراسان ډلې د استخباراتو د برخې مشر یې په دې عملیاتو کې وژلی دی. د اېن ډي اېس په وینا، ضیأالرحمن د داعش یو جګپوړی غړی و چې د خېبرپښتونخوا له اورکزیو ضلعې سره یې تعلق ساته او د اسدالله اورکزي په نامه مشهور وو.

په جلال آباد ښار کې په جېل باندې برید، د لوی اختر په درېیمه او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درې ورځیني اوربند (ډزبندي) په وروستۍ ورځ شوی دی. په ورته وخت کې افغان حکومت هم اعلان کړی چې په تېرو درېیو ورځو کې یې سلګونه نور طالبان هم له قید نه خوشې کړي دي، ځکه کوشش روان دی چې طالبان او حکومت بین الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانیزي.

د طالبانو ویاند د اتوار-یکشنبې په ورځ پر خپل ټویټر اعلان وکړ چې د جلال آباد پر جېل باندې برید، دوی پورې اړه نلري او د دوی کار ندی.

افغان صدر محمد اشرف غني او طالبانو دواړه دا امکان څرګند کړی چې بین الافغاني مذاکرات کیدی شي له اختر نه وروسته، سمدستي پیل شي. طالبانو اعلان کړی چې ټول هغه ۱۰۰۰ تنه حکومتی کسان یې خوشې کړي کوم چې دوی یې د خلاصون وعده کړې وه، او حکومت هم ویلي چې قریب پنځه زره طالب قیدیان یې تر اوسه پورې له جېلونو آزاد کړي دي.