شاته

د ننګرهار په محبس د وسله والو ډله ییز برید

د ننګرهار ولایت حکومتي سرچینې وایي وسله والو د ننګرهار په محبس ډله ییز برید کړی دی.

چارواکي وايي چې د ننګرهار پر محبس موټر بم او ډله ییز برید کې تر اوسه یو کس وژل شوی او تر شلو ډېر ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې نن ماښام شاوخوا شپږ نیمې بجې وسله والو لومړی د محبس په لومړي قرول کې موټر بم چاودنه وکړه او وروسته نورو وسله والو مقاومت پیل کړ.

ښاغلی خوږیاڼی وايي چې یو شمېر بریدګر د محبس مخامخ ځینو پلازو کې ځای پر ځای شوي او جګړه یې پیل کړې، تر اوسه وسله وال محبس ته نه دي داخل شوي، خو امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او جګړه روانه ده.

د ننګرهار د والي ویاند وایي تر اوسه پورې امنیتي ځواکونو له محبس څخه تر ۵۰ پورې تښتیدلي بندیان بېرته نیولي او لا معلومات نشته چې څومره نور به په تېښته بریالي شوي وي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر ظاهر عادل امریکا غږ ته وویل چې له دغې پېښې څخه دوه جسدونه او ۲۴ ټپیان روغتون ته وړل شوي چې د ځینو روغتیايي حالت مرګونی دی.

نوموړی زیاتوي چې په ټپیانو کې ځینې بندیان هم شته دی.

نوموړی زیاتوي چې معلومه نه ده چې په ټپیانو کې څومره یې نظامیان او څومره ملکیان دي.

په همدې حال کې د افغانستا د کورنیو چارو د وزارت ویاند، طارق آرین وایي چې په پیښه کې درې تنه وژل شوي او ۵ ژوبل دي خو ښاغلي آرین ندي ویلي چې دا کسان ملکیان که د امنیتي ځواکونو غړي دي.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستې.

د طالبانو یوه اعلامیه وایي چې دوی د ننګرهار پر محبس برید ندی کړی.