شاته

امیتاب بچهن تر دریو اوونیو وورسته د روغتون نه رخصت شو

د هندي سینما مشهور هنرمند، امیتاب بچهن چې په کروناویروس اخته شوی و او درې اوونۍ په روغتون کې بستر و، نن د یکشنبې په ورځ، اګست ۲ (زمري۱۲) د روغتون نه رخصت شو.

ښاغلي بچهن د روغتون نه د رخصتیدو خبرخپل د انسټګرام په حساب کې لیکلي. هغه وایي: "بیرته کورته راغلم او پخپلې کوټې کې باید قرنطین اوسم".

امیتاببچهن همدرانګه لیکلي چې د کرونا نتیجه یې منفې وه.

د امیتاب بچهن سربیره، د هغه زوی ابیشیک بچهن، ننګور ایشواریا رای او لمسۍ ارادهیا هم د کرونا په ویروس د اخته کیدو له وجې په روغتون کې بستر شوي و. زوی یې لا هم په روغتون کې دی خو ننګور او لمسۍ یې تیره اوونۍ کور ته ولاړل.

د بچهن کورنۍ د هندي سینما تر ټولو مشهور هنرمندان دي چې د کرونا په ویرس اخته کیږي.

د امیتاب بچهن د رخصتیدو د اعلان سره سم، د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه ویلي چې د کرونا په ویروس خته شوی. ښاغلي شاه په ټویټر کې لیکلي، " همدا چې د کرونا ویروس لومړنۍ نښې مې په ځان کې ولیدې، لاړم معاینات مې وکړل او راپور مې مثبت راغلی".

پنځه پنځوس کلن، امیت مشرا لیکي چې روغتیایي وضعت یې ښه دی خو د ډاکټرنو په سلا مشورې ځان بستروي. تر اوسه معلومه نده چې ښاغلي شاه به د صدراعظم نریندرا مودي یا د کابینې کوم بل جګپوړي غړي سره پدې تازه ورځو شپو کې کتلي وي خو هغه د ټولو هغو کسانو سره چې د دې سره یې ناسته پاسته کړې، غوښتي چې خپل ځانونه معاینه کړي.

۱.۷ ملیونه کسان په هند کې د کرونا په ویروس اخته شوي او ۳۷ زره مړه شویدي.