شاته

ایران کې د کرونا دویمه څپه؛ په یوه ورځ د دوو زرو نه زیاتې پیښې ثبت شوي

په ایرن کې چارواکو خبردرای ورکړی چې په اکثریت ولایتونو او سیمو کې د کروناویروس دویمه څپه راغلې.

د ایران د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د قُم ښار په ګډون چې د اپریل او مې په میاشتو کې د کرونا له کبله د مړینو شمیر پکې کم شوی و، یو ځل بیا پکې د دې ویروس پیښو زور اخیستی او ګڼ شمیر کسان یې نیولي دي.

د عامې روغتیا د وزارت ویاندې، سیما سعادت لاري نن د یکشنبې په ورځ، اګست ۲ (زمري ۱۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۸۵ کسان په کروناویرس اخته شوي.

دغه وزارت ویلي چې د جولای د میاشتې د ۸ مې نیټې راپدیخوا دومره ډیر کسان په یوه ورځ په کروناویروس نه و اخته شوي.

د ایران د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د یکشنبې تر سهاره په ټول ایران کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمیر ۳۰۹۴۵۷ ته رسیدلی. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۸ تنه د کرونا له کبله مړه شوي او پدې سره په ایران کې د دې ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۱۷۱۹۰ ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو خبرداری ورکړی که خلک همداسې بې باکي وکړي او د روغتیا د وزارت لارښوونې بابیزه وبولي، ممکن چې وضعیت به تر دې هم خراب شي.

په ایران کې د کرونا ویروس د همدې کال د فبروري په میاشت کې د لومړي ځل لپاره خپور شو او د منځني ختیځ په هیوادونو کې د ټولو نه زیات یې ایران ځپلی.

ایران پداسې حال کې د کرونا سره مبارزه کوي چې د امریکا لخوا پرې اقتصادي بندیزونه لګیدلي او ایراني چارواکو په وار وار شکایت کړی چې د بندیزونو له کبله د کرونا سره په سمه توګه مبارزه نشي کولی.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې پیدا شو خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس یې د نړۍ په ۱۹۶ هیوادونو او سیمو کې کې ۷۸۵۷۸۰ تنه مړه کړي او نږدې اتلس ملیونه یې نیولي دي.