شاته

په هندې کې جرثقیل په کاریګرو لویدلی، ۱۱ تنه یې وژلي

د هند د اندهرا پردیش په ایالت کې یو غټ جرثقیل نن د شنبې په ورځ، اګست ۱ (زمري ۱۱) په کاریګرانو لویدلی، ۱۱ تنه یې وژلي او ۵ یې ژوبل کړي.

پیښه د هندوستان د کښتۍ جوړونې په یوې کارخانې کې شوې. په تلویزیون کې ښودل کیږي چې جرثقیل د ویشاک پتنام بندر سره نږدې په ځمکه د لویدو نه وروسته ټوټه ټوټه کیږي.

اکثریت وژل شوي هغه کسان و چې په همدې نوي جوړ شوي جرثقیل کې یې کار کاوه. تر اوسه د جرثقیل د لویدو علت معلوم شوی ندی خو مسؤلین وایي د علت د معلومولو لپاره یې تحقیقات پیل کړي.

په هند کې چې د وګړو د شمیر له پلوه د چین نه وروسته په نړۍ کې دویم هیواد دی، کاریګران یې ډیرۍ وخت د کار پر مهال د ځان د خوندیتوب اړوند موضوعاتو ته پام نکوي.