شاته

سږکال به پاکستان د حج په برخه کې 160 بیلینه روپۍ تاواني کېږي

سږ کال د نورې نړۍ نه سعودي ته په حج د بندیز په وجه د پاکستان په ګډون ګڼو هیوادونو ته سخت اقتصادي زیان رسیدلی دی.

رایټرز خبري اداره لیکي پاکستان به سږکال د حج په برخه کې 160 بیلینه روپۍ تاواني کېږي.

د کرونا وایرس د وبا په وجه سعودي حکومت پرېکړه کړې چې سږکال به یواځې 1000 سعودیان حج کولی شي او د نورې نړۍ نه به څوک حج ته نه شي ورتللې.

خبري اداره لیکي هر کال حج ته نزدې 2.5 میلینه خلق ورځي چې پکې نزدې دوه لکه پاکستانیان وي.

پاکستان او انډونیشیا دوه داسې مسلمان هیوادونه دي چې هرکال یې تر نورو ټولو هیوادونو زیات وګړي حج ته ورځي.

خبري اداره لیکي په پاکستان کې د حج د کاروبار سره په زرګونو خلق تړلي دي ، په دوي کې 900 سوه داسې ادارې (ایجنسۍ)دي چې هغوي له د پاکستان حکومت ددې کاروبار اجازت یعني لایسنس هم وړکړی دی.

په پاکستان د حج د بندوبست لپاره د کارکونکي یو تنظیم مشر زیشان صدیقي رایټرز ته ويلي دي چې سږکال د نورو هیوادونو وګړو ته د حج د اجازت نه ورکولو تر ټولو زیات اثر د دوي په کاروبار شوی دی. هغه واي ددوي سرمایه په هواي چلند کې وه د سورولو نه د ټکټ نه اخستلو نه علاوه د هوټلونو او جامو پېزارونو صنعت هم زیاني شوی دی. زېشان واي د دوي دفترې بندې شوي او کارکونکي په کورونو کې ناست دي.

د پاکستان د حج او مذهبي چارو وزارت ويلي دي سږکال 179210پاکستانیانو د حج لپاره داخلې کړې وې. په دې کې د 71000 نه زیاتو خلقو د شخصي ایجنسیو په زریعه د حج داخله کړې وه.