شاته

ډبلیو اېچ او: د کرونا وبا وړاندې حالت ته زر تګ امکان نه لري

د صحت نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی په نژدې راتلونکې کې د کرونا وبا نه وړاندې (نارمل) حالت ته تګ امکان نه لري.

ډبلیو اېچ او د ګل په ورځ‌ د کرونا په اړه دا تازه خبرداری په داسې حال ورکړی چې په ګرده نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمیره بیرته په زیاتیدو ده.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه دا مهال په ګرده نړۍ کې د کرونا وایرسه د اغیزمنو خلکو شمیره ۱۳ میلینه (یو کروړ ۳۰ لکه)‌ ته قابو شوي او د مرګونو ۵ لکه ۷۰ زرو ته رسیدلې.

د صحت نړیوالې ادارې مشر ټیډروس ایډونم د ګل په ورځ د کرونا په اړه ‌انلاېن یا په انټرنېټ د بریفنګ یا معلوماتو ورکولو په وخت ویلي ٫٫ د کرونا وایرس کنټرولولو لپاره کله هم ناوخته نه دی.٬٬ خو نوموړي خبرداری ورکړی ٫٫ ګڼ هیوادونه په بد اړخ روان شوي دي.٬٬

نوموړي زیاته کړې ٫٫ د مشرانو لخوا ګډوډ پېغامونه تر ټولو مهمه خبره (بارو) خرابوي. که چرې حکومتونه په ښکاره ډول د خلکو سره خبرې وه نه کړي او یواه داسې سټراټیجې رامخې ته نه کړي چې د خلکو ژوند وژغوري، د کرونا مخنیوی ګران دی.٬٬

د ګل/ دوشنبې په ورځ‌ په هندوستان کې بیا په یوه ورځ کې د کرونا ناروغانو تر ټولو زیاته شمیره ریکارډ شوې بل خوا امریکا کې هم هغه شان د ناروغانو شمیره ورځ‌ تر بله سېوا کیږي او مېکسیکو بیا د کرونا نه د مرګونو په اساس د اټلي نه وړاندې شوه.

هندي چارواکو ویلي د ګل په ورځ په ګرد هندوستان کې ۲۸۷۰۱ نوې پېښې ثبت شوي دی. د کرونا نه زیات اغیزمنو هیوادونو کې هندوستان د امریکا او برازیل وروسته په دریم ځاې دی.

د مېکسېکو د صحت چارواکو د اتوار په ورځ ویلي وو،‌ په دغه هیواد کې د کرونا وایرسه د مرګونو شمیره ۳۵۰۰۶ ته ورسیدله چې په دغه حساب د نړۍ څلورم هیواد شو. د مېکسېکو د صحت چارواکو په خلکو غږ کړی چې د یو بل نه د لرې پاتې کیږي، ماسکونه دې په مخ کوي او لاسونه دې وینځي.