شاته

د پوځیانو وتل باید ودرول شي؛ پر طالبانو اعتماد نه کېږي- ستاوریدیس

د امریکا د پوځ متقاعد جنرال او په اروپا کې د ناټو پخوانی جګپوړی قوماندان جېمز ستاوریدیس پدې باور دی چې امریکا باید په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر له ۸۰۰۰ څخه راټیټ نه کړي ځکه چې طالبان د امریکا د اعتماد په ګټلو بریالي شوي ندي.

امریکا د روان عیسیوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره د سولې موافقنامه لاسلیک کړه. ددې سند له مخې، د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې باید په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شي او په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني پوځیان ووځي.

جنرال ستاوریدیس له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې امریکايي چارواکو ته "سپارښتنه کړې چې د پوځيانو وتل ودروي".

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۰۰ پوځیان دېره دي.

دغه پخوانی امریکايي پوځي وایي چې پر طالبانو هغه وخت اعتماد کیدای شي چې دغه ډله تاوتریخوالی ختم او د افغانستان له منتخب حکومت سره د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.

د پوځیانو وتل باید ودرول شي؛ پر طالبانو اعتماد نه کېږي- ستاوریدیس
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:46 0:00