شاته

سرمایه کار د تعمیراتو په مد کې غیرقانوني پېسو ته قانوني شکل ورکولی شي، د حکومت اعلان 

د پاکستان مرکزی حکومت سرماېه کاروانو ته موقع ورکړې ده که چېرې ېو دریشتم دسمبر پورې په تعمراتې شعبه کښې سرمایه کاري وکړي نو دا تپوس به ترې نه کیږی چې دا رقم ېی څنګه اؤ کوم ځای نه ګټلی دی، ېعنی حکومت خلقو ته دا موقع ورکړې ده چې په غیر قانوني توګه ګتل شوي رقم ته قانوني شکل ورکړي.

پاکستان د سرمایه کارۍ ددغه سهولت اعلان په داسې حال کې کړی دی چې د پېسو د غیر قانونی ترسیل مخ نیوي ادارې ایف اې تی اېف د ترهګر ډلو مالی وسیلو مخنیوي د پاره پاکستان ته د اکتوبر د میاشت پورې وخت ورکړی دی.

څیړونکي وايي پاکستان ته اوسه پورې د اېف ای ټې په ۲۷ کې ۱۳ شرطونه پوره کړي دي.

د اقتصادي چارو خبریال مهتاب حېدر وايي پاکستان سره د اېف ای ټي اېف د باقي پاتې شرطونو پوره کوولو دپاره ډیر کم وخت پاتې شوی دی او پکار ده چې د غېرقانوني بلل شویو ډلو سره دتړلو کسانو خلاف هم ګامونه پورته کړي.

حکومت وايي د اېف ای ټی اېف شرطونه به پوره کوي خو د حزب اختلاف ګوندونه وايي حکومت څنګه دا دعوه کوي چې د کالعدم او ترهګرو ډلو مالي سرچیني یې ودرولي دي. دوی وايي که چېرې داسې شوي وی نو په پاکستان او په خصوصي توګه په قبایلي ضلعو کې به د ترهګرۍ پېښې نه کېدلې.

د تعمیراتو په مد کې د سرمایه کارۍ او غیرقانوني پېسو ته د قانوني شکل ورکوولو د حکومت وړاندیز د اصلاعاتو وزیر شبلي فراز د نیا پاکستان هاوسنګ پروګرام مشر لېف ټېڼنټ جنرل انور علي حېدر په مشترکه خبري کانفرنس کې وکړو.

شبلي فراز وویل سرمایه کار باید د دې موقع نه په بیړنۍ ګټه پورته کړي.

د نیا پاکستان هاوسنګ پروګرام مشر لېف ټېڼنټ جنرل انور علي حېدر حکومت د تعمیراتو په مد کې په انکم ټېکس د ۹۰ فیصد پورې رعایت ورکړی دی او په دې مد کې که سرمایه دار سرمایه کاري وکړي نو د غیر واضحه او د نامعلومه زرایعو نه د ګټل شویو پېسو په اړه پوښتنه نه کیږي.