شاته

په شمالي وزیرستان کې د پوځ تازه حمله او په اړه یې د پارلماني غړو غبرګونونه

د پاکستان پوځ وایي تېره ورځ یې د شمالي وزیرستان په بویه تحصیل کې د وسله والو د موجودګۍ پر ضد د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات ترسره کړي دي چې په نتیجه کې یې د څلورو پاکستاني عسکرو په تاوان، څلور وسله وال وژلي دي.

د پوځ د ویاندې ادارې، آې اېس پي آر لخوا د جاري شوي معلوماتو تر مخه، دغه عملیات یې د شمالي وزیرستان بویه تحصیل څخه شاوخوا اته کیلامټره لېرې سوېل لویدیځ ویږده سر سیمه کې ترسره کړي دي. دا سیمه د شمالي وزیرستان د مرکز، میرانشاه څخه قریب اوولس کیلامټره لېرې جنوب لویدیځ دته خېل تحصیل خوا ته موقعیت لري.

دې سیمې ته د شپږ کلن ضرب عضب عملیاتو له امله بې ځایه شوي کډوال، بېرته ندي واپس کړی شوي. په سیمه کې د امنیتي سرتېرو د مرکز ترڅنګ، په پراخه کچه سره چېک پوسټونه موجود دي چې په کې د خړکمر چېک پوسټ هم شامل دی.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې ندي ویلي چې له پوځ سره په دې نښته کې ښکېل شوي دي، خو آی اېس پي آر په خپل بیان کې ویلي چې د عملیاتو په پایله کې، د څلورو عسکرو د وژل کېدو په تاوان، څلور وسله وال وژلي او زیاته کړې یې ده چې دا عملیات یې د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کېدو پر اساس ترسره کړي دي چې پکې څلور واړه وسله وال ځای پر ځای وژل شوي.

بیان کې دا هم ویل شوي چې ځای ته د عسکرو رسېدو سره سم، په سیمه کې موجود وسله والو ډزې پیل کړې چې په پایله کې یې څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي.

دې سیمې ته مېډیا لاسرسی نه لري چې هلته کره او رېښتيني معلومات ترلاسه کړي.

ناامني ولې دوام لري؟

په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته، یو ځل بیا د نارامۍ پېښې سېوا شوي چې په کې د عامو خلکو هدفي وژنې او په امنیتي سرتېرو باندې بریدونه کول شامل دي.

د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې هم د دته خېل تحصیل په محمدخېل سیمه کې د یو تن سر له تن څخه جدا کړی شوی و، او هم په هماغه ورځ د مېرعلي تحصیل په خېسور علي خېل سیمه کې هم دوه تنکي ځوانان چې عمرونه یې شپاړس او اوولس کاله و، په هدفي برید کې وژل شوي و. پولیسو ویلي و چې مقدمه یې د نامعلومه کسانو پر خلاف درج کړې ده.

د ضرب عضب عملیاتو پر مهال، په د ګڼ شمېر سیمو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول چې زرګونه کورنۍ لا اوس هم بېځایه دي
د ضرب عضب عملیاتو پر مهال، په د ګڼ شمېر سیمو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول چې زرګونه کورنۍ لا اوس هم بېځایه دي

په شمالي وزیرستان کې دغه د ناامنۍ پېښې په داسې حال سېوا شوي چې هلته شپږ کاله وړاندې د ناامنۍ پر ضد کال ۲۰۱۴ کې، په پراخه کچه سره د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل شوي و. پوځ وایي د عملیاتو پر مهال یې وسله والو ته پراخه ضربونه لګولي او د دوی له قبضې څخه شمالي وزیرستان په بشپړه توګه خلاص کړی.

د سیمې نه د قامي اسمبلې منتخب شوی غړی او د پي ټي اېم مخکښ، محسن داوړ وایي دوی بیا بیا پوښتنه کوي چې د ضرب عضب له عملیاتو وروسته، امنیت پر ځای کړی شوی نو بیا دلته ناامني څرنګه دوام لري؟

محسن داوړ وي او اې ډېوه ته وویل، "فوج د پاته کېدو دپاره هغو څه ناڅه جواز خامخا لټوي. مونږ له دې د دې خبرې جواب راکړي صلاحیت نشته د دې ترهګرۍ ختمولو؟ که صلاحیت مو وي، نو بیا خو بېرته همدا خبره ده چې اراده نشته د ترهګرۍ د ختمولو. دا زما په خیال د نااهلیت انتها ده، چې زه تا ته سپین میدان پرېږدمه او کډه وکړمه، نو بیا ته هغه سپین میدان هم نشې کنټرول کولی او هغې کې هم ته ترهګري نشې ختمولی."

د تيرې ورځې پر پېښې په ملکي کچه د افسوس څرګندونه شوې او په قامي پارلمان کې د حکومت مخالفه شهباز شریف، وژل شوي عسکر د اتلانو په نوم سره یاد کړي. خو په سوشل مېډیا دا پوښتنې کیږي چې دوی ته اتلان ویل دا پوښتنه څوک ولې نه کوي چې د ضرب عضب عملیاتو وروسته بیا هم هره ورځ عام خلک په وسله والو بریدونو کې وژل کیږي، او د هغوی دپاره څوک آواز نه پورته کوي او نه د پاکستان په مطبوعاتو کې ځای ورکول کیږي چې څرنګه وسله وال په شمالي وزیرستان کې په خلاص مټ فعالیتونه ترسره کوي.

په دې اړوند د پوځ یو پخوانی افسر او د دفاعي چارو کارپوه، ريټاېرډ برېګېډئیر سید نذیر وایي: "تر څو پورې چې په افغانستان کې پوره امن نه وي راغلی، او په هغه ځای کې چې کوم جنګ دی، هغه تر څو پورې چې نه وي ختم شوی، یقیني خبره ده چې نه افغانستان کې او نه په پاکستان کې امن راتللی شي. د دې ختمېدل داسې په آسانه باندې نه کیږي. تاسې ته ما دا څلور طرفونه وښودل چې یو علاقه یي دی، بل د افغانستان او پاکستان دننه دی، درېیمه چې د خلکو کومې ستونزې دي، او څلورمه خبره دا ده چې دا قسمه عملیات به په آینده کې هم کیږي تر څو پورې چې دا ټولې مسئلې په یو دم باندې نه وي حل شوي."

د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته، ځایي خلک په روانو ناامنیو اندېښنې لري او وایي بیا وسله وال سره یوځای کیږي.

دا دې هم یاده وي چې په وروستۍ جون میاشت کې د امریکې خارجه وزارت پخپل کلني رپوټ کې ویلي چې وسله وال په پاکستان کې اوس هم مضبوطې ځالې لري، خو پاکستان په دې رپوټ د غمرازۍ اظهار کړی او دا رپوټ یې رد کړی و.