شاته

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې د ملي امنیت پر ریاست وسله‌ وال برید شوی

د سمنګان چارواکي وايي د ګل، دوشنبې، په سهار شاوخوا 11 بجې په ایبک ښار کې ملي امنیت او ښاروالۍ ته څېرمه لومړی موټر بم برید شوی او بیا وسله وال د ملي امنیت ودانۍ ته داخل شوي.

د سمنګانو ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، چې د پېښې له ځایه تردې مهاله ۵۰ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

وروستي رپوټونه وایي چې د سو ساعتونو له جګړې وروسته اوس نښته ختمه شوې ده. وسله والو طالبانو د دې برید مسولیت منلی دی.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وايي، تر اوسه د پېښې له ځایه روغتونونو ته ۵۰ ټپیان وړل شوي.

ښاغلی عزیزی وایي، د ټولو ټپیانو او وژل شویو کسانو کره شمېره لا نه ده معلومه خو زیاتوي، چې ټولټال ۳ بریدګر وژل شوي دي .

د سمنګانو ولایت د روغتون چارواکي هم وايي، چې د پېښې لهدځای څخه دوی ۴۰ تنه ټپیان ور وړل شوي چې اکثره یې ملکیان دي.

طالبانو ددې برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي، چې سمنګانو کې یې پر ملي امنیت دا برید "په شمالي ولایتونو کې د وروستیو جنایتونو په غبرګون کې کړی دی".

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، چې په برید کې یې لسګونه استخباراتي مامورینو ته مرګ ژوبله اړولي ده.