شاته

نړۍ کې د کرونا وبا نوی ریکارډ؛ په یوه ورځ ۲۳۰زره کسان اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چېد یکشنبې په ورځ جولاۍ ۱۲ (چنګاښ ۲۲) په نړۍ کې ۲۳۰۳۷۰ کسان په کروناویروس اخته شوي دي.

دا د کروناویروس د خپرېدو له پېښو راپدېخوا په یوه ورځ په دغه ویروس د دومره کسانو اخته کېدل یو ریکارډ بلل شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ورځني رپوټ له مخې د نویو پیښو زیاته برخه د امریکا په متحده ایالاتو، برازیل، هند او جنوبي افریقا کې ثبت شوې دي. ددغو نویو رپوټ شویو پیښو له څلورو څخه یوه یواځې د امریکا په متحده ایالاتو کې ثبت شوي دي.

له دې څخه دمخه په یوه ورځ کې د کروناویروس د زیاتو پیښو د ثبتیدو ریکارډ د جولاۍ په لسمه و چېد ۲۲۸۱۰۲ پیښو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړل شوی و.

د امریکا متحده ایالات په کروناویروس د څه دپاسه ۳.۳ میلیون اخته کسانو او د څه دپاسه ۱۳۵۲۰۰ مړینو په درلودلو سره په نړۍ کې تر ټولو ځپل شوی هیواد دی.

د امریکا د متحده ایالاتو وروسته برازیل د نژدې یو میلیون او ۸۶۵ زرو پیښو په درلودلو سره دوهم، هند د څه دپاسه ۸۷۸ زرو پیښو او روسیه د څه دپاسه ۷۳۲ زرو پیښو په لرلو په دوهم او دریم کتار کې دي.

په افغانستان کې هم د رسمي شمیرو له مخې نژدې ۳۵ زره کسان په کروناویروس اخته شوي او تر اوسه ددې هیواد رسمي منابعو د ۱۰۳۸ تنو د مړینو خبر ورکړی دی. خو کارپوهان وایي د کروناویروس له کبله په افغانستان کې د اخته کسانو او همداشان د مړینو شمیر له هغه څه نه څو ځلې ښایي اوچت وي چې رپوټ ورکول کیږي.

کروناویروس لومړی ځل د تیر کال په دسمبر کې د چین په ووهان ښار کې رامنځ ته شو او ډیر ژر په وبا واوښت. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د دوشنبې د ورڅې جولای ۱۳ تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۱۲،۹ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي او نژدې ۵۷۰ زره کسان پدې وجه مړه شوي دي.