شاته

ابوظبۍ فنډ د هېوادونو او کمپنیو دپاره د قرضونو په سر د سود ورکول ځنډولي

د پراختیا دپاره د ابوظبۍ فنډ ( ابوظبۍ فنډ فار ډویلپمنټ) یو شمېر هیوادونو او شرکتونو دپاره د قرضونو په سر د سود ورکول سږ کال دپاره ځنډولي دي.

د رایټرز د خبر تر مخه د پراختیا دپاره د ابوظبۍ فنډ د اتوار په ورځ دغه فیصله کړې ده.

ابوظبۍ فنډ فار ډویلپمنټ په عرب اماراتو کې شرکتونو او دمخ په ترقۍ هیوادونو ته مالي مرستې ورکوي، چې پکې پاکستان ، مصر ، سوډان او ایتوپیا شامل دي.

د دغه فنډ له خوا په یوه بیانیه کې ویل شوي چې د پورونو په سر د سود ورکول به د جنورۍ ۱ نه تر دسمبر ۳۱ پورې به دمخ په ترقۍ هیوادونو کې هغه هېوادونو او انفرادي شرکتونو ته چې وړتیا لري دپاره وځنډول شي.

په بیانیه کې راغلي چې هېوادونه او شرکتونه به د دې خبری ضروت لري چې د قرضونو په سر د سود ځنډولو غوښتنه وکړي.

دغه فنډ نه دې ویلي چې په دغه پروګرام کې د وړ کېدو دپاره کوم معیار باید پوره شي.


د فنڈ ډایریکټر جنرل محمد سیف السویدی ویلي: ” په داسې وخت کې چې نړۍ د وبا تر اغیز لاندې ده ، دا زموږ دپاره لازمي دي چې د هغو ملاتړ وکړو چې ضرورت ورته لري، په ځانګړي توګه د کم امدان لرونکي هېوادونو“.