شاته

اېشوریا رای بچن او لور یې په کورونا واېرس اخته شوې

د بالیووډ ستورې ایشوریا رای بچن او د هغې اته کلنه لور د کرونا وایرس په رنځ اخته شوې دي. د خالي په ورځ د ایشوریا رای خسر امیتاب بچن او د هغې میړه ابھیشیک مثبت بچن د کرونا وایرس د مثبت ازموینو وروسته په روغتون کې بستر شوي وو.

د هند چارواکو ویلي چې که څه هم 77 کلن امیتاب بچن په روغتون کې داخل دی خو وضعیت ښه دی او د کرونا وایرس نرمې نخښې لري. د امیتاب بچن ښځه جیا بچن د کرونا وایرس معاینه منفي راغلې ده.

امیتاب بچن چې د هندي سینما یو تر ټولو لوی نوم ګڼلی کېږي د 1970 کال راهیسې په فلمونو کې کار کوي او تر اوسه یې د 200 نه زیات فلمونو کې اداکاری کړی.

Amitabh Bachan
Amitabh Bachan



ښاغلي بچن د خالي په ورڅ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو: ”زما د کویډ دپاره مثبت معاینه شوې .. روغتون چارواکو ته ملومات ورکړي.. د کورنۍ او کارمندانو معاینې ترسره شوې او د نتیجو انتظار دی.. ټول کسان چې په تېرو لسو ورځو کې ماسره نږدې پاتې شوي نه خواست دی چې خپلی معاینی دی وکړي“.




د امیتاب بچن وروسته د هغه زوی ابھیشیک بچن چې د هندي فلمونو اداکار دی په ټویټر اعلان وکړو چې هغه هم په کرونا وایرس اخته شوی دی.

ابھیشیک بچن په خپل ټويټ کې لیکلي وو : " نن ورځ زما پلار او زما دواړو د کویډ-19 دپاره مثبت ازموینه وشوه. موږ دواړه چې لږې نښې لرو په هسپتال کې داخل شوي یو. موږ ټولو اړوندو چارواکو ته خبر ورکړی او زموږ کورنۍ او کارمندانو ټولو ازموینې شوي. زه د ټولو نه غوښتنه کوم چې په آرامه اوسئ او ویریږه مه. تاسو مننه".

په هندوستان کې کرونا وایرس په ډېره تېزۍ خپرېږي او په دغه هېواد کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر اته لکه 50 زره 350 ته رسېدلی او تر اوسه 22 زره 680 تنه ترې مړه شوي دي، خو د دې تر څنګ تر پینځه لکه دېرش زره زیات خلک بیرته ترې روغ شوي هم دي.

هندوستان د کرونا وایرس د قضیو په حساب د امریکا او برازیل نه وروسته په نړۍ کې دریم ځای لري.