شاته

په سوډان کې د اسلام پریښودل نور جرم ندی

د سوډان د عدلیې وزارت په تازه اقدام کې د هیواد په قضایه چارو کې دوه ستر بدلونونه راوستي دي.

یو بدلون دا دی چې غیرې مسلمانان اجازه لري په عامه ځایونو کې شراب وڅښي. تر دې وړاندې په سوډان کې چې یو اسلامي هیواد دی غیرې مسلمانانو په عام محضر کې د شراب څښلو اجازه نه درلوده.

په اکثریت اسلامي هیوادونو کې د اسلام دین پریښودل د مرګ سزا لري خو د سوډان د عدلیې وزیر نصرالدین عبدالباري په یوې تلویزیوني مرکې کې ویلي " هیڅوک دا حق نلري چې یوه ډله یا یو شخص کافر وبولي."

ښاغلي عبدالباري ویلي دا کار د ټولنې امنیت او خوندیتوب خرابوي او د قتل او بدل اخیستو سبب کیږي. د سوډان دغه چارواکي ویلي چې د اسلام نه بل دین ته اوښتل ه نور جرم نه وي.

نصرالدین عبدالباري د سوډان د موقت حکومت غړی دی چې د پخواني دیکتاتور عمر البشیر نه وروسته یې په هغه هیواد کې واک تر لاسه کړ. په ۲۰۱۴ کال چې عمر بشیر د سوډان جمهور رئیس و، یوه میرمن اسلام نه مسحیت ته د اوښتو په خاطر په مرګ محکومه شو چې نړیوالې ټولنې پدې پریکړې سخت انتقاد وکړ.

دا میرمن وروسته وبښل شوه او د امریکا په متحده ایالاتو کې یې پنا واخیسته.

سوډان تقریباً پنځه څلویښت ملیونه نفوس لري چې درې په سلو کې یې مسیحیان دي.