شاته

ایشواریا رای د کرونا په ویروس اخته شوې

د بالیووډ وتلې ستورې ایشواریا رای بچن د کرونا په ویروس اخته شوې ده.

د هند د مهاراشترا ایالت د روغتیا وزیر راجیش توپ د یکشنبې په ورځ جولاۍ۱۲ (چنګاښ۲۲) اعلان وکړ چې ایشواریا او وړه لور یې د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

همدا تېره ورځ د ایشواریا مېړه ابیشک بچن او خسر یې امیتاب بچن هم په دغه ویروس اخته او په روغتون کې بستر شول.

لا معلومه نه ده چې ایشواریا رای بچن او لور یې هم په روغتون کې بستر شوي دي‌ که نه.

امیتاب بچن په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د کورنۍ نور غړي ‌او کارکوونکي یې هم د کرونا ویروس معاینات کړي.

نوموړي له ټولو هغو کسانو څخه، چې له هغه سره یې په تېرو لسو ورځو کې لیدلي او تماس نیولی، غوښتي چې معاینات وکړي چې په کروناویروس اخته نه وي.

امیتاب بچن، اینګور یې ایشواریا رای او زوی یې ابیشک بچن د هند د سینما وتلي ستوري دي. دهغه مېرمن هم د فلمونو لوبغاړې وه.

ایشواریا، لور یې، مېړه او خسر یې د کرونا په ویروس اخته شوي
ایشواریا، لور یې، مېړه او خسر یې د کرونا په ویروس اخته شوي

ایشواریا رای یو ځل د نړۍ د ښکلې نجلۍ لقب هم ګټلی و.

امیتاب بچن د «خدا ګواه» په نامه د خپل یو فلم یوه برخه په افغانستان کې هم ډکه کړې ده او افغانستان ته تللی وو.

په هند کې د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دې دمه څه باندې ۸۴۹زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي‌ او نژدې۲۳زره نور مړه شوي‌دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شوی او دا مهال یې په نړۍ کې څه باندې ۵۶۵زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۲.۷۳ میلیون نور انسانان پرې اخته دي.